کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ دغه پوهه به له تاسو سره ستاسو په پرمختګ کې ډېره مرسته وکړي.
زموږ ټول ژوند حافظه ده. دا چې څوک يو، دا چې څه غواړو او يا په څه پوهېږو ټول زموږ په حافظې کې ثبت دي.
که حافظه ونه لرو، پېژندنه نه لرو. داسې ګومان وکړئ چې يو چا خپل نوم هېر کړې او نه پوهېږي چې څوک دی، په دې نه پوهېږي چې څه وکړي، هېڅ خاطره نه لري، هغه نه شي کولای، کوم معلومات یې چې لوستي دي، هغه ورياد کړي، هغه د خپل شاوخوا خلک نه پېژني او په ژوند کې هېڅ ډول موخه نه لري. ډېره دردوونکې ده.
زموږ ټول ژوند حافظه ده، هغه کمپيوټر چې هارډډېسک (حافظه) نه لري، هېڅ په درد نه خوري.
د دې لپاره چې په ژوند کې په سمه توګه پرمختګ وکړئ او وځلېږئ، اړتیا ده چې پياوړې حافظه ولرئ او په سمه توګه له خپلې حافظې ګټه واخلئ. ستاسو حافظه ستاسو هغه لویه شتمني ده چې خدای (جل جلاله) تاسو ته درکړې ده. له حافظې څخه پرته موږ نه شو کولای چې په خپلو چارو کې ښه وځلېږو ځکه کله چې زموږ هېڅ هم په ياد نه وي موږ بريا نه شو ترلاسه کولای.
ډاکټر ويليم کلم د غوره حافظې د درلودلو لپاره څو لاملونه وړاندې کړي چې په لاندې توګه دي.
۱- یادول، چې یو ډول ذهني روزنه ده.
۲- دې ته پاملرنه چې موږ نه شو کولای هر څه په ګوګل کې پيدا کړو.
۳- د اړتیا وړ معلوماتو یادول، موږ ته د فکر کولو زمينه برابروي.
۴- د غوره حافظې درلودل له موږ سره مرسته کوي چې يو غوره زدکوونکی واوسو.