د ویسټ انډیزي کریس ګیل په شتون کې د تیر کال اتلې کیراله نایټز سفر نیمګړی شو !

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په متحده عربي امارتو کې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو پیل شوي دویم پړاو لوبو کې د تیر کال لمړي پړاو اتلې کیراله نایټز لوبډلې سفر پای ته ورسید.

که څه هم له دغه لوبډلې سره په دې دویم پړاو کې د شپږیزو پاچا په نوم مشهور ویسټ انډیزی کریس ګیل، کیرن پولارډ، انګلستانی کپتان ایون مورګن، ایرلینډی پاول سټرلینګ، پاکستانی سهیل تنویر ملګري وو، خو د دغه لوبغاړو د شتون سره سره بیا هم دغه لوبډله په لمړي روانډ کې د روان لیګ سیالیو څخه بهر شوه.

ګیل ددې لیګ له شروع کیدو وړاندې ویلي ول چې دا ځل به بیا اتلولي ګټي، خو هغسې نه شول

 د لمړي پړاو سیالیو کې تیر کاله پنجابي لیجڼډز لوبډله د کیراله نایټز لوبډلې سره پای لوبې ته رسیدلې وه، چې په هغې سیالۍ کې کیراله لوبډلې د ۸ ویکټو په شتون سره پنجاب لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتلولۍ جام ګټلی و، خو دویم پړاو روانو لیګ سیالیو کې دواړه لوبډلې په یوه ورځ کور ته رخصت شوې.

 په دې سیالیو کې ۸ ګډون کوونکو لوبډلو (پښتون، پنجابي لیجنډز، سندز، نارترن ویریرز، راجپوټز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز او کیراله نایټزز)  په لمړي پړاو کې شپږ شپږ لوبې ترسره کړې، چې پکې نورترن ویریرز، پښتون، بنګال ټایګرز او مراتا اربینز لوبډلې دویم پړاو ته ورسیدې.

 دویم پړاو ته د رسیدونکو ۴ لوبډلو (نورترن ویریرز، پښتون، بنګال ټایګرز او مراتا اربینز) څخه به نن دوه وروستۍ لوبډلې هم په ډاګه شي، چې د اتلولۍ جام خپلولو په موخه به پای لوبې ته ورسیږي.

 په دغه لیګ کې تر دې مهاله ۲۴ لوبې ترسره شوې دي، چې تر پای لوبې پورې به د ۱۲ ورځو دوام وروسته ټولې ۲۹ سیالۍ ترسره شي او د یادونې وړ ده، چې دغ سیالۍ به سبا شپه په وروستۍ پای لوبې سره پای ته ورسیږي.