
د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني توپوهونکې ګاتم ګمبیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې، د هغه څلورو هیوادونو نومونه اخیستې، چې کولای شي د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې.
ګاتم ګمبیر ویلې، هندوستان، نیوزیلنډ، انګلستان او ویسټ انډیز هغه څلور لوبډلې دي، چې له هره اړخه قوي دي او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به ووځې.
راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام
ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.
دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي