رحمن الله ګربز: ریکارډ ته مې هیڅ سوچ نه و او نه هم پرې خبر وم

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز د ایرلنډ په وړاندې خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه جوړه کړه.
یاده لوبه چې افغانستان له ایرلنډ څخه په ۱۶ منډو وګټله، رحمن الله ګربز پکې په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې کړې.
په دې سره هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه وهي.

تر دې مخکې هیڅ افغان لوبغاړی نه و توانېدلی، چې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه جوړه کړې.
تر لوبې وروسته هغه په یوې مرکه کې وویل، چې د پرونۍ لوبې ریکارډ ته یې هیڅ سوچ نه او نه هم په خبر و.
هغه زیاته کړه:
‹‹هیڅ احساس مي نه کاوه چي دا مې لومړۍ لوبه ده، ځکه د روزونکو او تجربه لرونکو لوبغاړو تشویق او هڅي راسره وې. که څه هم په پرونۍ لوبه کې زموږ ویکټې ژر ولاړې، خو زما پلان دا وو، چې د لوبې تر اخره ویکټ وساتم. ریکارډ ته مي هیڅ سوچ نه و او نه هم په خبر وم. خو یو ریکارډ چي د چا په نوم ثبتیږي نو ډېر خوشحاله وي.››
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د ایرلنډ خلاف راتلونکو دوو سیالیو او نورو سریزونو کې به یې هم هڅه دا وي چې همداسې توپوهنه وکړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.