لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز نن د ایرلنډ په وړاندې خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه ترسره کړه.
په دې لوبه کې رحمن الله ګربز په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې کړې، چې پکې ۸ څلوریزې او ۹ بیا شپږیزې شاملې وي.
په دې سره هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه وهي.
https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/2862401264014453/
تر دې مخکې هیڅ افغان لوبغاړی نه و توانېدلی، چې په خپله لومړۍ نړیواله یوورځنۍ لوبه کې سلیزه جوړه کړې.
د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو له مخې ګربز بیا په نړیواله سطحه ۱۶م لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه بشپړوي.
نن افغان او ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه، چې پکې دا د رحمن الله ګربز او عظمت الله عمرزي لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ده.