یوه تازه څېړنه ښيي، چې تېرکال په امریکا متحده ایالاتو کې تر ۴۰ زرو پورې کسان د وسلو د استعمال په نتیجه کې وژل شوي دي.
د څېړنې جزیات
دغه څېړنه د ناروغیو د مخنیوي ملي مرکز کړې ده.
د څېړنې له مخې د وسلې د استعمال له کبله د وژل شویو کسانو دغه کچه په تېرو ۴۰ کلونو کې بېسارې او ترټولو لوړه ده.
د سرچینې معلومات ښيي، چې په دغو ۴۰ زرو تنو کې یوازې ۲۴ زرو تنو یې د وسلو په وسیله ځانوژنه کړې ده.
معلومات ښيي، چې په ۲۰۱۷ کې د دغو وژل شویو کسانو شمېر د ۱۹۹۹ کال د ورته وژل شویو کسانو له شمېر څخه ۱۰ زره تنه زیاته ده.
په څېړنه کې څرګنده شوې، چې د ۱۹۹۹ د ځانوژنو په پرتله د تېرکال د ځانوژنو کچه (هغه ځانوژنې چې د ټوپک په وسیله شوي) ۷ زره تنه زیاته شوې ده.
د وسلې د استعمال بڼې
په امریکا متحده ایالاتو کې یادې شوې وژنې د جګړو، جنایت، ځانوژنې، ناڅاپي ډزو او قانوني پوځي مداخلو په بڼه شوي دي.
د یوې بلې تازه څېړنې له مخې امریکا متحده ایالات د نړۍ د ۴۶ سلنه وړو وسلو مالکیت پخپل واک کې لري.
د امریکا نفوس د نړۍ د ټول نفوس ۴ سلنه برخه جوړوي. دوی د ۲۰۱۷ کال ترپایه پورې تر ۸۵۷ میلیونو پورې سپکې وسلې په واک کې لرلې.
د نړۍ ټولې سپکې وسلې
د سپکو وسلو د څېړنې یوې نړیوالې موسسې پخپله څېړنه کې ویلي، چې په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد پورې سپکې وسلې موجودې دي.
د څېړنې له مخې د دغو وسلو ۸۵ سلنه له غیرپوځي خلکو او پاتې نور له پوځونو او نظامي قوتونو سره دي.
معلومات ښيي، چې په ۲۰۱۷ کې د وسله لرونکو کسانو شمېر ۸۷۵ میلیونه تنو ته ورسیده، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۶ کې دغه کچه ۲۰۷ میلیونه وه.
د امریکا د نفوسو ارقام ښيي، چې دغه هېواد د هرو سلو وګړو پر سر یې ۱۲۰ سپکې وسلې لري.
بلخوا: یمن چې د سختو جګړو مرکز دی، د هرو ۱۰۰ تنو په سر ۵۳ میله سپکې وسلې لري.
د وسلو د پراخ استعمال لاملونه
د ارون کارپ په نوم یو څېړونکی، چې په دغو څېړونو کې یې برخه اخیستې وایي: په امریکا کې د سپکو وسلو د زیاتوالي یو لوی دلیل له ملکي خلکو سره د دغو وسلو پراخ موجودیت دی.
د هغه په وینا په امریکا کې هرکال تر ۱۴ میلیونو پورې کسان نوې وارداتي وسلې اخلي.
ښاغلی کارپ وایي دا بېل بحث دی، چې امریکایان ولې زیاتې وسلې اخلي او استعمالولو ته یې لېواله دي، خو یو لوی دلیل دا دی چې دوی د دغو وسلو د پېرو پلور اجازه لري.
هغه نیوکه کوي، چې باید د وسلو د پراخ استعمال او اخیستو قانوني ازادي بیرته واخیستل شي او په دې اړه شرایط جدي او محدود شي.