ګلپاڼه؛ ولې پښتو کنسرټ کې یوه پښتو خبره ورسره ونه شوه؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پښتو مشهوره سندرغاړې ګلپاڼه د یک تلویزون په یو اختریز کنسرټ کې مېلمنه وه.
هغې په دغه کنسرټ کې خپلې مختلفې پښتو سندرې لبسینګ کړې، خو یوه پښتو خبره ورسره ونه شوه.
د کنسرټ نور جزیات
په دې کنسرټ کې د ګلپاڼې ترڅنګ د دري ژبې مشهوره سندرغاړې غزال عنایت هم برخه لرله.
کنسرټ د ګلپاڼې په یوه پښتو سندره پیل شوه او وروسته یې دري ژبې مخته وړونکې انانس ته راغله.
هغې د کنسرټ سندرغاړې معرفي او وویل، چې د ګلپاڼې ترڅنګ غزال عنایت هم پکې برخه لري.
بې پښتو کنسرټ
په کنسرټ کې بده دا وه، چې ګلپاڼه د پښتنې سندرغاړې په توګه بلل شوې وه، خو له پيله ترپایه ورسره یوه خبره په پښتو ونه شوه.
له ګلپاڼې سره ستړي مه شي، اخترمبارکي او نورې ځینې خبرې ټولې څه په انګلیسي او څه په اردو ژبه کیدې.
دلیل یې دا و، چې د کنسرټ چلوونکې په همدغو ژبو پوهیده او پښتو یې نه وه زده.

رژیدلې ګلپاڼه
له دغه وضعیته ښکاریده، چې ګلپاڼه خوشاله نه ده.
د هغې د متاثره څېرې ګڼ دلایل وو، لکه:
ـ ګلپاڼه او د خیبر پښتونخوا ګڼ خلک او سندرغاړي افغانستان لوی کور او کابل خپل ارمانښار ګڼي. له داسې احساس سره، چې یوه سندرغاړې کابل ته راځي او د کنسرټ کوربنه ورسره په انګلیسي او اردو غږیږي، نه به متاثره کیږي؟
– د کنسرټ په تالار کې حاضر ګڼ خلک هم غیرپښتانه ښکاریدل. په داسې وضعیت کې طبیعي ده، چې له ګلپاڼې سره په کنسرټ کې حاضره ناپښتنه سندرغاړې زیاته او ګلپاڼه لږه تشویقیږي.
ـ په ټوله کې ګلپاڼه پخپل لوی کور کې د پردیتوب احساس کاوه او دا احساس ورکول ورته په واقعیت کې یو ظلم او عیناً د پنجابي چلند تکرار و.
ولې یک ټلویزون ته کنسرټ؟
پر ګلپاڼې به ښایي خلک دا نیوکه ولري، چې ولې یې د پښتنو تلویزونونه پریښي او د یک کنسرټ ته راغلې وه.
خو منتقدین باید هېر نه کړي، چې د پښتنو تلویزونونه نه ګلپاڼې او نه بلې مشهورې سندرغاړې/ سندرغاړي ته هغومره امتیاز ورکوي، چې له لیرې یا نیږدې ځایه یې خپلو خپرونو ته ورغواړي.
دا تلویزونونه په (میم زرما، ټوله زما) تورن دي.
که دوی خپلې سندرغاړې / سندرغاړي سم پاللي وای، هم به یې زیات کتونکي، شهرت او حیثیت خپل کړی وای او هم به یې پښتو موسیقۍ او فرهنګ ته واقعي خدمت کړی و!

سراسري کیسه
د دغه کنسرټ کیسه د پښتنو او ناپښتنو رسنیو د معیار او مسلکي توب سراسري کیسه ده.
په هره برخه کې د دوی خپرونې همدا توپيرونه سره لري.
ډېرې کمې پښتو رسنۍ داسې مهمې خپرونې برابرولی شي او ډېرې کمې نا پښتني رسنۍ دي، چې پښتانه مخکښان بللی شي او د خبرو، بحث او مجلس لپاره پښتانه او په معیار برابر کوربانه ورته لري.
هیله ده دا لیکنه دواړو لوریو ته د سمون یوه انګېزه شي او که په بشپړ ډول نه وي، په ضمني ډول دا نیوکه حل او ځان اصلاح کړي!
ګل پاڼه څوک او د کوم ځای ده؟
زده کړې یې څومره دي، ولې یې سندرو ته مخه کړې؟
خنډونه او له خنډونو سره مبارزې یې کومې وې؟
ګلپاڼه ولې د ژبو په سراو مشهورې سندرې یې کومې دي؟
فلمونو ته به وځي کنه او واده به چاسره کوي؟
دې او نورو زیاتو پوښتنو ته ځواب د یاران وېب پاڼې په دغه مخکیني جالب مطلب کې د لینک له کېکاږلو سره ولولئ:
https://yaraan.com/old/gul-panra/