نړیوال جام؛ د افغانستان دا الراونډر کپټان وپيژنئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: عبدالله عادل
ګلبدین نایب د ملي لوبډلي د لومړیو لوبغاړو څخه دئ.
ګلبدین نایب یوازي یوه مېاشت مخکي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکل سو چي نړیوال جام به یې د لوبډلمشرۍ لومړۍ ستره تجربه او ازموینه و اوسي.
لوبډلمشر نایب د ۱۹۹۱ کال د مارچ میاشتي پر ۱۶ مه د لوګر ولایت په پُل عالم کښي زېږېدلی دی.
ګلبدین د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړی دئ چي په ښی لاس مېډم فاسټ (نیمه چټک) توپ اچوونه ترسره کوي او همدارنګه په ښی لاس توپ وهنه کوي.

ګلبدین نایب د افغان ملي لوبډلي قوی او پېژندل سوی لوبغاړی دئ چي د هغه د ښو لوبو څخه د ۲۰۱۵ کال یو ورځنۍ لوبي یادونه کولای سو په کومه لوبه کښي چي نوموړي د زیمابوی خلاف د سریز په وروستۍ او برخلیک ټاکوونکي لوبه کښي ۸۲ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
د نوموړي د پورته ښې کارکردګۍ په اړه د کرکټ عمومي رئیس عزیزالله فضلي موده وړاندي د یوې مرکې پر مهال ویلي وه چي د نوموړي د هماغه ښې لوبي لامل دئ چي زیمبابوی تر اوسه له افغانستان څخه سر نسي پورته کولائ.
دا چي نوموړی د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر نومول سوئ نو مهمه ده چي د ۲۸ کلن نایب د یو ورځنیو لوبو د کارکردګۍ او ژوند سره اشنا سو.
ګلبدین نایب د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ م کال کښي د نړیوال کرکټ لیګ په پنځم ډیوېژن کښي د جاپان خلاف د ملي لوبډلي سره یو ځای سو.
نایب د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۱ کال د اګسټ په ۹ نهمه د کاناډا خلاف ترسره کړه.
په ۲۰۱۲م کال کښي ګلبدین نایب د ایرلینډ خلاف لوبو ته د افغان لوبډلي برخه وګرځېد، هلته دوې لوبي ترسره سوې لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې سوه او په دوهمه لوبه کښي ګلبدین نایب د نیل اوبراین په سوځولو سره په یو ورځنیو لوبو کښي خپله لومړۍ نړیواله ویکیټ ترلاسه کړه او په همدغه لوبه کښي یې په ۲۳ توپونو ۱۹ منډي جوړي کړې.
نایب تر اوسه د افغانستان لپاره په ۵۳ یو ورځنیو لوبو کښي ۸۰۷ منډي جوړي کړي.
د منډو جوړولو اوسط یې ۲۲.۴۱ او سټرایک رېټ یې ۷۱ دی.
په یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي *۸۲ دي چي د زیمبابوې خلاف یې جوړي کړي دي.
۵ نیمه سلیزي لري او تر دا مهاله یې په نوم کومه سلیزه نده ثبت سوې.

په توپ اچوونه کښي یې په ۵۳ یو ورځنیو لوبو کښي ۴۳ ویکیټي ترلاسه کړې او تر ټولو بهترینه توپ اچوونه یې د ۲۷ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.
په لنډ ډول:
نوم: ګلبدین نایب
د زېږېدو ځای: لوګر پُل عالم
عمر: ۲۸ کاله
توپ وهنه: په ښي لاس
توپ اچوونه: په ښي لاس منځنی چټک توپ اچوونکی
د یو ورځنیو لوبو د لباس شمېره: ۱۱
یو ورځنۍ لوبي : ۵۳
منډي: ۸۰۷
نيمه سلیزي: ۵
څلوریزي: ۵۵
شپږیزي: ۲۳
کېچونه: ۱۰
لوبي: ۵۳
ویکیټي: ۴۳
بهترینه توپ اچوونه: ۴/۲۷
د منډو اوسط: ۵,۱۹