وايي، پخوا وختونو کې په دریو بې ګناه کسانو باندې په مقصله (Guillotine) (۱) سره د اعدام حکم شوی وو، یو دیني عالم، بل وکیل او دریم فزیکپوه و، د اعدام کولو په وخت دیني عالم ورمخته کړل شو او تر مقصلې لاندې یې سر کېښودل شو، او داسې پوښتنه ترې وشوه چې که کومه وروستۍ خبره لرې ووایه!
دیني عالم ورته وویل:
الله، الله، الله، همدا الله به ما خلاصوي، دا وخت هغوی مقصله لاندې پرېښودله، مقصله چې د دیني عالم سر ته راورسیدله نو ځای په ځای ودریدله، خلک حیران دريان پاتې شول !! او وویل شول چې دیني عالم پریږدئ خدای د ده خبره واوریدله او ده نجات وموند.
د وکیل وار راغی، هغه ته یې هم وویل چې وروستی خبره کولی شې، هغه وویل زه د عالم په څیر الله نه پیژنم خو پر عدالت باور لرم … عدالت …. عدالت … او عدالت به ما ژغوري … له دې وروسته مقصله پري راپریښودل شوه او چې سرته یې راورسیدله نو ودریدله … خلک حیران شول او وویل شول چې وکیل پریږدئ عدالت نجات ورکړ.
په پای کې د فیزیکپوه نوبت راورسید، هغه ته هم وویل شول چې وروستی خبره وکړه، هغه وویل: زه الله او عدالت د دیني عالم او وکیل صاحبانو په څیر نه پیژنم … خو دومره پوهیږم چې د مقصلي په پړي کې یوه غوټه ده او هغه غوټه مقصله لاندي نه پریږدي…
اعدام کوونکو چې مقصلي ته ولیدل د ده خبره سمه وه هلته غوټه وه او هغې مقصله لاندي نه پریښودله … هغوی غوټه خلاصه کړه او چې مقصله یې پریښودله د فزیکپوه پر سر ورغله او د هغه سر یې غوڅ کړ ….
نو کله کله خوله پټه لرل پکار دي که حقیقت درته معلوم هم وې باید ښکاره نکړل شي ….
(۱) مقصلة یا (Guillotine) د اعدام یوبډول لرګینه آله ده په هغه کې یو سوری وې له هغه د اعدام کیدونکي کس سر وایستل شې او له پاسه یوه تیره چاړه ډوله اوسپینه لرې چې هغه لاندي د اعدام کیدونکي سرته برابره وې او د هغي په راپریښودلو سره د هغه سر غوڅ شې .