راپور: ملیحه ناصري
سرچینه: ډاریوا ډاټ کام
ډونالډ ټرمپ په خپله څلور کلنۍ ولسمشرۍ کې پر دې وتوانېد چې د بارک اوباما د وخت هغه پالیسي ځای پر ځای ودروي چې د هغې له مخې ګوانتانامو تړل کېده.
جو بایډن د بارک اوباما مرستیال و. هغه مهال دوی هڅه کوله چې د بندیانو دوسیې له سره وکتل شي, هغه بندیان چې ساتل یې نور اړین نه برېښېدل, خوشې شي؛ خو د اوباما په اتو کلونو حکومت کې, دا چاره ونه شوه, ټرمپ چې واک ته ورسېد, د ګوانتانامو د زندانیانو د دوسیو بیا کتل یې بند کړل.
کله چې ټرمپ ولسمشر شو, خپله لومړنۍ وینا کې یې کابینې ته امر وکړ چې ګوانتانامو به پرانیستی وي.
خو اوس د دې بندخونې د تړلو پلویان هیله من دي چې د بایډن په حکومتولۍ کې د زندانیانو دوسیې وکتل او دا بندخونه وتړل شي. د ګوانتانامو زندان هر کال ۴۴۵میلیون ډالره لګښت لري.
د بایډن د ټیم ویاند, نډ پرایس وایي چې پخپله بایډن د ګوانتانامو د تړلو پلوی دی؛ خو ښه نه ورته ښکاري چې د بایډن د کار تر پیلېدو دمخه , د ده تګلارو اړوند معلومات خلکو ته ورکړي.
ګونتانامو د جورج ډبلیو بوش وخت کې, په ۲۰۰۲ز کال پرانیستل شو. ګونتانامو کې ۷۰۰-۸۰۰ بندیان خصوصاً د سپټمبر د ۱۱مې زندانیان ساتل کېدل.
بوش هم په دویمه پلا واکمنۍ د دې بندخونې د بندولو خبره کړې وه؛ خو کله چې یې واک اوباما ته ولېږداوه, هلته ۲۴۲ کسه بندي وو.
اوباما هم خپله هڅه وکړه؛ خو کله چې یې واک ټرمپ ته وسپاره, لا هم ۴۱ کسه پکې پاتې وو.
د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال یوازې یو کس ترې خوشې شو چې څلوېښت یې پاتې دي. په دې څلوېښتو کې پینځه هغه کسان دي چې د دسمبر د یوولسمې د پېښې په طرحه او برید تورن دي.
په تېرو اته لسو کلونو کې نهه کسه بندیان پکې مړه شوي دي. اووو کسانو یې ځانوژنه کړې وه, یو یې په سرطان او بل یې د زړه په حمله ومړ.