ګریزماین د بارسلونا فوټبال لوبډلي سره یوځای سو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

راپور: صابر حمیدي
د فرانسې هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او اتلاتیک ماډریډ فوټبال کلب تکړه لوبغاړی انتونیو ګریزماین د ۱۲۰ میلیونه یورو په ارزښت د ۵ کلنو لپاره د بارسلونا فوټبال لوبډلي سره یو ځای سو.
هغه پرون روغتیايي ټېسټ ورکړ او مینوالو ته ورمعرفي سو، چي تر معرفۍ وروسته ئې یو خبري کنفرانس هم ورکړ.
هغه په یاد کنفرانس کي خوښي وښودل، چي د بارسلونا او د نړۍ د وتلي لوبغاړي لیونل میسي سره یو ځای سو، هغه زیاته کړه غواړم د لوبډلي سره مرسته وکړم، ګول ولګوم، د ګول پاس وکړم او مینوال خوښ وساتم.
د بارسلونا کلب له لوري دې فرانسوي لوبغاړي ته ۱۷مه شماره لباس ورکړل سو، چي په دې سره به هغه په راتلونکي پړاو کي ۱۷مه شماره لباس اغوندي.
دې ۲۸ کلن لوبغاړي د اتلاتیک ماډریډ لپاره خورا ښې لوبي ترسره کړې، چي په ۱۸۰ لوبو کي ئې ۹۴ ګولونه ولګول.
ګریزماین تر اتلاتیک ماډریډ مخکي د ریال سویداد په لوبډله کي لوبېدی، چي د هغې لوبډلي لپاره ئې بیا په ۱۸۰ لوبو کي ۴۶ ګولوهني ترسره کړي دي.
دې لوبغاړي بیا د خپل ملي ټيم فرانسې لپاره په ۷۲ لوبو کي ۲۹ ګولونه ترسره کړي دي.
په دې سره به د بارسلونا لوبډلي د برید برخه لا قوي سي، ځکه ددې لوبډلي دوه نور قوي لوبغاړي لیونل میسي او لیویز سواریز هم په بریدګره برخه کي لوبیږي.
ګریزماین په داسي حال کي بارسلونا ته ولاړ، چي په دې وروستیو کي بارسلونا ته د نیمار د بیرته تګ خبرونه هم ډېر خپریږي.