پکتیا کې دویمه ستره سړه خونه؛ د ورځې به ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره وي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
راپور: بشر درویش

د پکتیا ولایت د تازه مېوو او سبو د ساتنې په پار د یو زر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا سره د یوې بلې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د اوبو لګوونې، کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د یاد سړې خونې د جوړولو چارې په داسې حال کې پیلیږي، چې نږدې لس ورځې وړاندې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د یوې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوي دي.
دغه سړه خونه چې د پکتیا ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې جوړیږي د بنسټ ډبره یې د سلا کار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له خوا د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځی، د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او د سیمې مشرانو په شتون کې کېښودل شوه.
د پکتیا والي شمیم خان ګټوازي د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل:

«د پکتیا د خلکو غوښتنه وه، چې ورته لویې سړې خونې جوړې شي، چې له نېکه مرغه د ولسمشر د ځانګړې لورینې له مخې دادی په دې ولایت کې د دوو سترو سړو خونو د جوړولو چارې پیل شوي دي، چې یو یې د پکتیا په مرکز ګردیز او بل یې دلته د احمداباد په ولسوالۍ کې جوړیږي.»

په لمریزه برښنا سمبالیدل

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي، دغه سړه خونه چې د کرنې وزارت له خوا ډیزاین او د ملي پراختیا شرکت له خوایي د جوړلو چارې پرمخ وړل کیږي د جوړولو چارې یې د کامپلیکس په بڼه، د پکتیا ولایت د احمداباد په ولسوالۍ کې پیل شوې. ددې سړې خونې د جوړولو ټولیز لګښت ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده. دغه سړه خونه په لمریز برېښنا هم سمبالیږي.

د سړې خونې د بنسټ ایښودو مراسم، د پکتیا والي – کرنې وزارت

تر دې وړاندې په دې ولایت کې دپیازو ساتلو په پار وړې سړې خونې جوړې شوې وې، خو تر دې دمه د تازه مېوو او سبو د ساتلو په پار په معیاري بڼه کومه سړه خونه نه ده جوړه شوې، خو په دې ولایت کې د یادو دوو سترو سړوخونو تر جوړېدو وروسته به ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو ډېرشمېر ستونزې هوارې شي.

هره ورځ ۳۰ کسانو ته کاروبار

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي:

«ددې یو زر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړیږي. د هغه په خبره ددې سړې خونې په جوړولو کې د دوو کلونو لپاره هره ورځ یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي.»

هغه دغه راز وویل، چې ددې سړې خونې تر جوړېدو ورسته به د ورځې ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.

د نورو سړو خونو روانې چارې

د کرنې وزارت وايي، د افغانستان دولت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ یوزر او ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي. د لومړني یوزر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړلو چارې کابو درې اوونۍ وړاندې د کرنې وزارت او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کاپیسا ولایت کې پیل شو او تر هغه وروسته د پروان، میدان وردګ، فاریاب، لوګر، غزني او تخار په ولایتونو کې هم د ورته سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوي دي.