راپور: بشر درویش
په غزني ولایت کې د یوي لويې سړي خوني د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د غزني ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتني په موخه د یوې لويې سړې خونې د بنسټ ډبره نن د والي وحیدالله کلیمزي لخوا په داسي حال کي کیښودل شوه.
سرچینه وايي، دې مراسمو کې د غزني امنیه قومندان مل پاسوال خلیل اندرابي، د کرني ریاست سرپرست او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد استازو هم ګډون درلود.
معیاري او اړینو ملحقاتو لرونکې
د غزني والي یادې لويې سړې خونې د کمپلکس د بنسټ ډیرې د ایښودلو پر مهال وویل:
«د دغه کمپلکس ودانۍ ۳۰۰۰ متر مربع مساحت لري چي پري ۱۸۰ ملیونه افغانۍ لګښت راځي او د ولسمشرۍ د عملیاتي واحد لخوا رغول کیږي.»
ښاغلي کلیمزي په خبره دغه سړه خونه سره له ټولو معیاري اړینو ملحقاتو رغول کیږي چي په یوه وخت کې به د ۱۵۰۰ متریک ټنه میوو او سبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري.
هغه وویل:
«د دې سړې خونې کمپلکس د رغولو چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې پر مټ به يې سلګونه ټنه زراعتي محصولات وساتل شي او په مناسب وخت کې به بازار ته وړاندي شي چې په فعالیدو سره به يې ګڼ شمیر زارعینو ته ګټه ورسیږي.»
ګڼو کسانو ته د کار زمینه
د والي په وینا د دغې سړي خونې د کمپلکس د رغولو په چارو کې به ۱۵۰ ته کارګرو ته د کار زمینه د دوو کلونو لپاره برابره وي او تر فعالیدو وروسته به پکې ۳۰ کسه پرسونل کار کوي.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ په دغه سړه خونه کې به د سبو او میوو د درجه بندۍ، بسته بندۍ، سوړ سالون، د واټر پمپ خونه، اداري اتاقونه، د لمریزي بریښنا سیسټم او د ساتونکو اتاق د یاد کمپلکس د احاطوي دیوال په ګډون چې ۶ جریبه ځمکه احاطه کوي، شامل وي.
هلته د هندواڼو او خټیکو حاصل هم ښه ښودل شوی، نو دا ډول سړه خونه به مرسته وکړي چې د غزني د کروندګرو خولې بې ځایه تویې نه شي، حاصل یې په ښه بیه ترلاسه او سړه خونه کې ذخیره شي.
د نورو سړو خونو جوړولو کار
د افغانستان د اوبو لګولو، کرنې او مالدارۍ وزارت یلي؛ د افغانستان دولت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ یوزر او ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي. د لومړني یوزر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړلو چارې کابو دوه اوونۍ وړاندې د کرنې وزارت او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کاپیسا ولایت کې پیل شو او تر هغه وروسته د پروان، میدان وردګ او تخار په ولایتونو کې هم د ورته سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوې.