ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
کولګیټ شرکت په ۱۸۰۶ کې د ۲۳ کلن امریکایي ولیام کولګیټ لخوا تاسیس شوی و. له لومړنيو محصولاتو څخه یې صابون او شمعه ول. دا د نیویارک ښار فابریکو کې تولید شوي او په ورته ښار کې پلورل شوي.
فرانسس سمیټ د ویلیام شریک و. د هغه د راتلو سره شرکت ته، شرکت خپل نوم د کولګیټ او سمیټ په نوم بدل کړ.
د کولګیټ بنسټ اېښودونکی په ۱۸۵۷ کې مړ شو، وروسته له هغه ساموئل کولګیټ رئیس وټاکل شو، او په ۱۹۵۶ کې کولګیټ شرکت د نن ورځ کولګیټ پالمولیو په نامه نوم بدل کړ.
کولګیټ شرکت یو تجارتي شرکت دی، چې د شخصي پاملرنې یو ډول دی، مرکزي دفتر یې په نیویارک، امریکا متحده ایالاتو کې دی او نړیوال فعالیتونه لري، لومړني محصولات یې صابون او شمعه دي او وروسته د غاښونو کریمونه او فکس صابونونه ول. همدارنګه ایجیکس او د لوښي پرېوللو مایع هم ورزیات شو.
د شرکت موخه د پیرودونکو اړتیا پوره کولو یا رامنځته کولو لپاره پرمختګ او نوښت، ګټه او د محصول ډیزاین دی.
کولګیټ د دریو عمده پروسو باندې د ثبات پرمختیا په ډګر کې د نړۍ غوره برانډ او اوږدمهاله ستراتیژیانې دي، یعنې:
۱ـ وګړي. ۲ـ عملکرد. ۳ـ ځمکه باندې متمرکزه ده او محصولات وړاندې کوي چې پیریدونکې خوښوي او د ځمکې درناوی کوي.
او د دې شرکت نوم پخپله ویلیام کولګیټ دی، کوم چې دا شرکت یې رامنځته کړئ، او د شرکت د لوګو رنګ د یوې موخې پر اساس دی. چې ابي رنګ د باور، صداقت، تقوا، وفاداري، پر ځانباور او د باور سمبول دی او په زړهپورې دی چې ابي رنګ د ارواپوهانو له نظره د وګړو ترمنځ ډېر یو له محبوبه رنګونو څخه شمېرل کېږي. د همدې لپاره دا رنګ یې د لوګو لپاره غوره کړ.
په دې شرکت کې ۳۷ زرو څخه ډېر کارمندان په ۲۰۰ هېوادونو کې په کار بوخت دي، چې خالص عاید یې ۰۸،۱۷ میلیارده ډالرو سره په ۲۰۱۲ کې، د دې خالصه ګټه ۴۷،۲ میلیارده ډالره وه او په ۲۰۱۲ کې، د دې ټولې شتمنۍ ۳۹،۱۳ میلیارد ډالره وه. په ۲۰۱۲، او تېر کال کې دا د ۱۵ میلیاردو ډالرو عاید او د ۲ میلیاردو ډالرو معادل ګټې درلودې.
د شرکت اعلانونه د میډیا او انټرنټ او لوی سپانسر له لارې په مختلفو هېوادونو کې په نړۍ کې شتون لري. چې تر ټولو لوی سپانسر یې هندوستان دی او دا هېواد په اعلاناتو کې ډېر بریالی دی او د اعلاناتو برخه کې د بالیوډ او هالیوډ یو له ستورو څخه ټاکي او هڅه کوي چې با کیفیته اجناس د مناسب قیمت سره وړاندې کړي.
کولګیټ د تجارت په برخه کې له رواني پلوه خورا بریالی وو، کوم چې په ټوله نړۍ کې د ډاکټرانو پاملرنه راجلب کړه چې دا د شرکت له بریاوو څخه ده.
او د پایلې په توګه ویلی شم، چې کولګیټ د نړۍ په بازار کې روښانه راتلونکې لري، ځکه چې کولګیټ تل په ډیزاین او تولید باور لري او په ۲۰۰۰ کې یې شاوخوا ۹۰۰ نوي محصولات وړاندې کړل او په نړۍ کې یې د نړۍ په غوره برانډونو کې په ۶۶ مقام کې ځای لري.
او دا په نړۍ کې د غاښونو د کریمونو لومړۍ نمبر پلورونکی دی، کوم اعتماد، صداقت او پر ځان باور چې لري کولای شي په کلونه کلونه د نړۍ په بازارونو کې وځلیږي.