ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا داسې څوک شته، چې د نورو له خوا د ده ستاینه وشي او د دې ستاینې اورېدل یې خوښ نه شي؟ زموږ ټولو خوښېږي، چې د نورو له خوا وستایل شو، د پام وړ یې وګرځو او دغه راز د هغوی له خوا موږ ته درنښت وشي. ډېری خلک فکر کوي، چې یوازې مېرمنې د دې جملو اورېدو ته اړتیا لري، په داسې حال کې، چې نارینه هم په هماغه اندازه د خپل ژوند د شریک له خوا ستاینې، هڅونې او درنښت ته اړتیا لري. که تاسو هم غواړئ، پوه شئ، چې نارینه د کومو ستاینو له اورېدو څخه خوند اخلي او د هغو په اورېدو سره په اړیکه کې غوره کړنې ترسره کوي. د دې لیکنې په دوام، له موږ سره ملتیا وکړئ.
ته ما خندوې
د څېړنو پر بنسټ کابو د ټولو نارینه و خوښېږي، چې مېرمنې وخندوي، خو ټول په دې کار باندې نه بریالي کېږي، خو که تاسو د خپل مقابل لوري د خبرو تر اغېزې لاندې راځئ یا په بله وینا هغه تاسو خندوي، نو هڅه وکړئ، چې دا موضوع په خوله راوړئ. د بېلګې په توګه هغه ته ووایئ: ( ته ډېر خوندور یې ) یا دا چې ( ته تل ما خندوې ) له دې چې هغه پوه شي، چې د هغه ترڅنګ خوشاله یاست او وخت مو ښه تېرېږي، نو د غرور او ویاړ احساس به وکړي.
له تا سره د خوندیتوب احساس کوم
هر فرد، څه نارینه وي او څه ښځینه، خوښېږي یې، چې د بل فرد تر څنګ د خوندیتوب او آرامتیا احساس وکړي، په حقیقت کې دا د ټولو انسانانو خوی او خصلت دی، له دې امله که د خپل ژوند د نارینه ترڅنګ د خوندیتوب او آرامتیا احساس کوئ، نو دا احساس مو د هغه په وړاندې په خوله راوړئ. که هغه له تاسو څخه ملاتړ کوي، که هغه نه پرېږدي، چې زړه مو خپه شي، داسې چې د هغه تر څنګ ټولې اندېښنې او خواشینۍ له یاده باسئ، نو هغه ته ووایئ، چې پوه شي، له ملاتړ څخه یې منندوی یاست، همدا کار د دې سبب ګرځي، چې هغه تاسو ته د خوندیتوب احساس د درکولو په لاره کې لا ډېرې هڅې وکړي.
ستا یو له ښو چلندونو څخه دا دی چې…..
د خپل ژوند نارینه، لکه څنګه چې دی، هماغسې یې ووینئ. ښایي کله وخت د هغه یو له بدو چلندونو څخه د دې سبب شي، چې تاسو یې ټولې ښېګڼې هېرې کړئ، خو پام مو وي، که هغه داسې احساس وکړي، چې ښېګڼې یې ستاسو له خوا نالیدلې نیول کېږي، نو ورو ورو به ناهیلی شي او شاته تګ کوي؛ له دې امله هڅه وکړئ، چې هر څو وخته وروسته د خپل مقابل لوري ښېګڼې په خوله راوړئ. د بېلګې په توګه هغه ته ووایئ: ( په مهرباني کې هېڅوک له تا سره سیالي نه شي کولای ) یا دا چې ( واقعاً له دې چې یو هڅاند شخص یې در باندې ویاړم ). که تاسو هڅه وکړئ، چې هر څو وخته وروسته له ښو چلندونو څخه یې یادونه وکړئ او وې ستایئ، نو ستاسو ترمنځ به مینه او صمیمیت لا پسې زیات شي.
په غیر مستقیمه توګه له هغه څخه ستاینه وکړئ
که څه هم هغه ستاینه، چې د ژوند شریک مو په مستقیمه توګه ستاسو له خولې اوري، ډېر ورته په زړه پورې دی، خو کله وخت د هغه حیرانول بل خوند لري، خو څنګه کولای شو په غیر مستقیمه توګه خپلې ستاینې، مینه او منندویي ولېږدوو؟ ډېر آسانه کار دی. د بېلګې په توګه: تاسو کولای شئ، له کور څخه تر وتلو مخکې، یو کاغذ را واخلئ او په هغه باندې خپلې ښکلې او رومانتیکې جملې ولیکئ او هغه د تشناب یا د خوب د کوټې په هینداره باندې ونښلوئ او یا هغه د خپل خاوند د پیسو په بټوه کې کېږدئ.
دا چې د ژوند نارینه مو وویني، چې تاسو پرې ویاړئ او د خوشاله کولو په فکر کې یې یاست، نو په ځان باندې باور یې زیاتېږي او په پایله کې غرور او له تاسو سره مینه یې لاپسې ډېرېږي؛ له دې امله داسې تصور مه کوئ، چې د هغه په یو ځل ستاینې سره مو خپله دنده پای ته رسولې ده، هر څومره، چې له هغه سره خپله مینه او لېوالتیا څرګنده کړئ لا هم کمه ده، په دې اساس له هغو ستاینو څخه جلا کومې چې په خوله یې راوړئ، کله وخت هغه په غیر مستقیمه توګه حیران کړئ، دا ناڅاپي ښکلې پېښې به یې هېڅکله هېرې نه شي.
مهربان زړه لرې
موږ انسان که هرڅومره ډېر د ځان په اړه واورو، نو ډېر زیات باور پرې کوو. د بېلګې په توګه: که تاسو خپل خاوند ته ووایئ، چې ته یو مهربان او زړه خوږی شخص یې، حتا که هغه داسې نه وي هم، نو ورو ورو پرې باور کوي، چې مهربان دی او د فکر همدا بڼه یې په چلند باندې اغېزه کوي؛ له دې امله پرځای د دې، چې تل یې له بد ګړو څخه یادونه وکړئ، نو له ښېګڼو څخه یې یادونه وکړئ.
مُسکا دې واقعاً ښکلې ده
آیا تاسو د خپل ژوند د مینې د مُسکا له لیدلو څخه ستړي کېږئ؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې نه، له دې امله که خوښېږي مو، چې هغه لا ډېر وخندوئ، له مُسکا څخه یې هم ستاینه وکړئ، پرته له دې، هڅه وکړئ، چې اړیکه په داسې بڼه مخته یوسئ، چې تل جذابیت ولري. د خپلې آشنایئ لومړۍ ورځې در په یاد کړئ، د خپل مقابل لوري د خوشاله کولو لپاره مو څه کارونه ترسره کول؟ هماغه کارونه ترسره کړئ، ترڅو د ژوند د شریک په شونډو مو مُسکا خپره شي، له دې وروسته د هغه د مُسکا ستاینه وکړئ، که مقابل لوری مو داسې احساس وکړي، چې په مُسکا کولو سره جذاب معلومېږي، نو پرته له شکه به دا کار ډېر زیات ترسره کړي.
زه په تا ویاړم
د نارینه و خوښېږي د خپل ژوند د شریک اتل واوسي، له دې کبله که داسې احساس وکړي، چې د هغوی لپاره کم دي، نو په ځان باندې باور یې را کمېږي او په اړیکه کې بل ډول کړنې ترسره کوي. هغوی تل له دې امله اندېښمن دي، چې ستاسو له نظره کمزوري دي، له دې امله دا تاسو یاست، چې دا ډاډ باید هغوی ته ورکړئ. بسنه کوي، چې هر څو وخته وروسته هغه ته ووایئ: ( زه په تا ویاړم ) یا ( ته تر ټولو غوره یې ). همدا جملې هغوی ته د زړه ځواک ورکوي او په دې باندې ډاډه کېږي، چې خپل کار په سمه توګه ترسره کوي.
ځینې نارینه، کله چې نه پوهېږي، د خپل مقابل لوري د خوشالۍ لپاره څه وکړي، نا هیلي کېږي او غوره ګڼي، چې اړیکه خوشې کړي، له دې امله د تاکیدي جملو په بیانولو سره، د داسې یوه نارینه په لرلو سره خپل ویاړ څرګند کړئ.