غواړئ پوه شئ، د کومې دندې وړ یاست؟!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: نسیمه محمدي
که غواړئ پوه شئ، چې د هرې میاشتې اړوند زېږيدلو وګړو لپاره وړ او مناسبه دنده کومه ده، دا مطلب ولولئ:
حمل( وری):
د دې میاشتې زېږېدلي کسان خوښوي ژوند، کار، تفرېح او …… خپل ټول څیزونه متنوغ او شور راوړونکي کړي. له هغوی چې په نوښت او هیجان میَن دي، د تبلیغاتو، ډله یيزې رسنۍ، د مُد طراحۍ او معمارۍ په څیر چارو لپاره مناسب خلک دي. د حمل د میاشتې زېږېدلي په نوښتيزو چارو کې ډېر زیات بریالي وي.
ثور( غویی):
د دې میاشتې زېږيدلي وګړي نو بیا د صبر او زغم د سمندر په څېر دي. یواځې بسنه کوي سرچینه او مهلت ورکړئ، تر څو په ښه ډول او پر وخت یې تر سره کړي، دوی ته اصلا مهمه نده چې د کار حجم څومره او په کومه کچه ستړی کوونکی دی.
دا ډله خلک ښه بانکداران، پوهان، حسابداران او ښوونکي کېدای شي، ځکه دا چارې ډېر صبر او حوصلې ته اړتیا لري.
جوزا(غبرګولی):
دوی د انرژۍ بډایه سرچینې دي، او له صبر کولو هم نه ستومانه کېږي( د ثور د میاشتې زېږېدونکو په څېر).
له همدې امله دوی هغو دندو ته اړتیا لري، چې په هغې کې کس په خپلو پښو ودرېږي. دوی بریالي څېړونکي، ژباړونکي او هوټل چلوونکي کېدای شي ځکه دا دندې د ډېرې انرژۍ مستلزم دي. دا وګړي که چېرې پنځه کاله هم د یوې پروژې د کار څخه تېر شي، خپله انرژي له لاسه نه ورکوي.
سرطان( چنګاښ):
د دې میاشتې پورې مربوط کسان د راز او نیاز لپاره غوره او ښه اورېدونکي دي، دوی زیاتره د هغو دندو لپاره چې ډېر پند او نصیحت کولو ته اړتیا ولري لکه سلاکار، ارواح پوه او تدریس لپاره ډېر وړ دي. دوی احساساتي خلک دي، له همدې کبله د نورو د احساساتو په وړاندې ډېر حساس وي او د نورو د درد او رنځ لرې کولو لپاره هر څه چې یې له وس پوره وي، نه سپموي.
اسد( زمری):
له کچې زیات بشاشت، خوش طبعي او ټولنیز توب، د ژوند د القاح لپاره حتی په ډېرو ستړي کوونکو موقعیتونو کې، د دې لامل ګرځي، چې فوق العاده رهبران شي. همدارنګه دا وګړي په هغو دندو کې چې ډېر تحرک او خوځښت، انګېزې او نوښت ته اړتیا وي، هم بریالي وي. ډله ییزې رسنۍ، تدریس، هنر او تبلیغات د هغو دندو له جملې څخه دي، چې دوی یې په ښه توګه تر سره کوي. هغوی همدارنګه کولای شي فوق العاده ولسمشران، مدیران او رییسان شي.
سنبله( وږی):
په دې میاشت کې زېږېدلو خلکو تکیه کلام ( تجزیه او تحلیل وکړه) دی. همدې ټکي ته په کتو هغه دندې باید وروسپارل شي، تر څو دوی د مسایلو د تحقیق او تحلیل لپاره خپلې داخلې اړتیاوې ارضاء کړي. څېړنې، اکتشافات، آزمایښتونه او طبي څېړنې د دوی لپاره بهترینه دندې دي.
میزان( تله):
دوی د وینا او خبرو ساحران دي، دوی د دې خدای ورکړي استعداد څخه په ښه توګه ګټه اخېستلای شي. د دې میاشتې زېږېدلي کسان کولی شي تر ټولو غوره سیاستمداران، د ښوونې او تحصیلي برخې سلاکاران، دلالان او سلاکاران شي. دوی منصف او با اخلاقه خلک دي، او په قضاوت او انصاف پورې تړلو دندو کې به ډېر بریالي وي.
عقرب( لړم):
دوی ځانته غوښتونکي خلک دي. دوی خوښوي په خپل سبک او موخې سره کار وکړي او څوک یې په چارو کې مداخله ونکړي. په لنډه توګه ووایو، په خپل سر له رييس یا مشر درلودلو څخه په کلکه کرکه لري. دوی کولای شي د شرکتونو مؤسسان، سوداګران، مدیران او ښه سلاکاران اوسي.
قوس( لېندۍ):
دوی د سفر او ملګرو پیدا کولو ميَن او ډېر خوږ ژبي دي. د خپلې خوږې ژبې او اخلاقو له امله کولای شي ښه پلورونکي اوسي. همدارنګه دوی ښه خپرونه جوړونکي او ښه بازار موندونکي وي. هره دنده چې د مشتري او ارباب سره سر او کار ولري، دوی یې په بریالیتوب سره تر سره کولای شي.
جدي( مرغومی):
د جدي د میاشتې په اړوند باید ووایو، چې دا وګړي د دندو د تر سره کولو سره چندانې لېوالتیا نه لري، تل خوښوي په خپل حال اوسي. دوی د انسانانو په پرتله د بې روحه څیزونو سره ښه اړیکه جوړوي. د دوی د خوښې وړ دندې د کمپیوټرونو پوستغالي، انجینري او د اطلاعاتو راټولو فنون دي. دا خلک د انرژۍ او قوې او همداسې ښه ودانۍ جوړوونکي کېدای شي.
دلو(سلواغه):
د دې میاشتې زېږېدونکي، پرمختګ غوښتونکي او راتلونکي ته فکر کوونکي خلک دي. غوره ده دوی د شرکت د سرپرستانو په توګه وټاکل شي. سر بېره پردې، دوی به ښه ستوري پېژندونکي، فال او طالع کتونکي وي. هو، دوی د نورو په پرتله کولای شي راتلونکي ښه وارزوي.
حوت( کب): او د پای مياشت، د کب میاشت کې زېږېدلي خلک ښه څاروونکي او پیروي کوونکي دي. هغوی د مرستې اخېستلو او د لارښود کتاب څخه په پيروۍ، تر ټولو سختې او ستونزمنې دندې او چارې تر سره کوي. دوی د ولسمشرانو، وزیرانو او رییسانو ښه او غوره مرستیالان جوړې دای شي.