ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
پاملرنه: د ښځينه و لپاره ځانګړې شوې ليکنه!
واده د هر شخص لپاره د ژوند ترټولو مهمه پرېکړه ده. که تاسو د داسې يو سړي سره واده وکړئ چې دا برخليک ټاکونکي عادتونه ولري او دا عادتونه يې په حقيقت کې د وجود يوه برخه وي، نو تاسو نېکمرغه ياست. که مو مېړه دا عادتونه لري، تاسو ته بايد مبارکي درکړو او پرته له شکه چې تاسو د نړۍ له نېکمرغو ښځو څخه ياست. دا عادتونه ثابتوي چې مېړه مو د نړۍ له غوره خاوندانو څخه دی.
سړيان که غواړي چې د خپلو مېرمنو لپاره د نړۍ غوره خاوندان واوسي، بايد دې کارونو سره ځان عادت کړي، ترڅو له ګډ ژوند څخه خوند واخلي.
د مهربانۍ له مخې وروسته د دې ليکنې له مطالعې څخه په دې هکله خپل اړوند نظريات موږ سره شريک کړئ.
۱) هره سهار له تاسو څخه مچکه اخلي
هره ورځ يو نوی پيل دی، که خاوند مو هره ورځ سهار تاسو ښکلوي او يا هم زموږ د افغانانو په عامه اصطلاح مچو درڅخه اخلي او د خپل کار په لور خوځېږي، نو نېکمرغه ياست. سهارنۍ مچو د اړيکو د ټينګښت او د ګډ ژوند رښتينولۍ غوره ثبوت دی. همدرانګه مچو اخېستل يا ښکلول انسان ته يو ډول مثبته انرژي ورکوي.
۲) د خبرو کولو په پرتله غوږ نيولو ته لومړيتوب ورکوي
وروسته د يوې لنډې، اوږدې، ښې يا بدې ورځې څخه تل دې ته چمتو وي چې ترڅو د وروستيو په زړه پورې پېښو په اړه له تاسو څخه څه واوري. هغوی په صبر او حوصلې سره ستاسو خبرو ته غوږ ږدي او په پايله کې د ورځې په اوږدو کې چې څه درته پېښ شوي، ملاتړ مو کوي او هڅوي مو. په حقيقت کې مو خاوند ستاسو ٪۱۰۰ ملاتړ کوي. څرنګه چې تاسو د هغه څخه ملاتړ کوئ او پرې اعتماد لرئ، نو هغه هم په تاسو بشپړ باور او اعتماد لري.
۳) د کور او د پخلي په چارو کې درسره مرسته کوي
پوهېږو چې دا به ډېره اسانه وي چې د ډوډۍ لپاره بهر لاړ شئ او يا هم له رسټورانټونو څخه يې تياره راوغواړئ او هېڅ اشپزي ونکړئ؛ خو خلاقه او نوښت لرونکی شخص مينه لري چې پخلی په کور کې وشي او خپلو بوختياو ته په کتو کله ناکله له مېرمنې سره يوځای د پخلنځي په لور لاړ شي او ډوډۍ تياره کړي او يا هم ځيني وختونه په داوطلبۍ سره يوازې خپله ډوډۍ تياره کړي. همدرانګه د رخصتيو په ورځو کې د خپلې مېرمنې سره د کور په کارونه کې برخه واخلي. په دې کار کې هېڅ ډول شرم نه دی پکار!
۴) تاسو په غېږ کې نيسي او ناز درکوي
کله چې ورځ پای ته رسېږي او تاسو د مطالعې او يا هم د تلويزون په کتلو پوختېږئ، خاوند مو څنګ ته کښېني، د مينې اظهار درته کوي، ښکلوي مو او ناز درکوي. پرته له شکه چې دا د غوره خاوندانو له ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.
۵) تل صميمي وي
د ګډ ژوند د ښکلا او په زړه پورې توب لپاره تل هڅه کوي. رومانټيکه فضا يې خوښېږي، تل تاسو ته مينه ييزې خبرې کوي، د خوښۍ لپاره يو چانس هم له لاسه نه ورکوي… دا ټول د غوره خاوندانو له ځانکړنو څخه دي.
۶) ستاسو د دوستانو او کورنۍ مينه وال وي
واده د ژوند يو مهم او برخليک ټاکونکی پړاو يا يوه برخه ده. کله چې تاسو نوی ژوند پيلوئ او د يو ځوان سره نامزد کېږئ او د ژوند شريک مو تل ستاسو د کورنۍ غړو او دوستانو ته په درنه سترګه ګوري او احترام يې کوي، نو خوشبخته ياست. دا هم د ګډ ژوند د خوښۍ يو راز دی.
۷) د اولادونو سره مو مينه لري
که خاوند مو د اولادونو سره تل مينه کوي، کله چې کور کې نه ياست، اولادونو ته مو متوجه وي، د هغوی لپاره د خوښۍ چاپېريال رامنځ ته کوي، د هغوی لپاره داستانونه او کيسې وايي… نو نېکمرغه ياست. دا د غوره او بې کبره کسانو له ځانګړنو څخه دي.
۸) مالي ملاتړ په بشپړ ډول په غاړه اخلي
مهمه نه ده چې خاوند مو څه ډول بوختيا لري، خو هغه هېڅکله د عايد څخه ډېر خرڅ نه کوي او تل سپما يا پس انداز کوي. مسوليت منونکی وي او مالي مسائلو ته ډېر متوجه وي. د راتلونکې لپاره برنامه لري او هيله لري چې خپله، مېرمن، کورنۍ او اولادونه يې روښانه او غوره راتلونکې ولري.
۹) تاسو ته پاملرنه کوي
کله چې د يو خوښۍ پروګرام ته ځئ، نوي کالي مو اغوستي وي او ارايش مو کړی وي نو تحسينوي مو. که مېلمانه مو ډېر وي او بوخت ياست، هڅوي مو او مرسته درسره کوي. د خپلو خبرو، کړنو او چلندونو سره تاسو ته دا ثابتوي چې درته متوجه دی او ارزښت درکوي.
۱۰) ځان ته متوجه وي
که خاوند مو په اونۍ کې څو څو ځلې ورزش کوي، پلي ځي، منډه کوي، تفريح ته ځي، خپلې ظاهري بڼې ته متوجه وي، د سر وېښته او ږيره يې منظمه وي، لباسونه يې منظم وي او په منظم ډول يې اغوندي، له ښو عطرونو څخه ګټه پورته کوي، مطالعه کوي او تل خپلې روغتيا ته متوجه وي؛ نو شکر وکړئ او پرته له شکه چې بختور ياست.