ژباړه: بشر دروېش
له دوستۍ او عاطفي اړیکو څخه برخمنوالی یوه عامه انساني اړتیا ده. په دیني لحاظ هم انسان دوست لرلو ته مجبور دی.
د دوستۍ ترټولو مهم خاصیت دا دی، چې له یو بل سره د دوستۍ په تار تړل شوي کسان باید یو شمېر مشترک ټکي ولري.
ښه دوست څوک دی؟
غوره دوست هغه دی، چې په ټولو لوړو ژورو کې تاسې وپالي.
البته د دوستۍ په اړه ډير متفاوت تعریفونه او تعبیرونه لري.
د تل لپاره ښه دوست یا ملګری ثابتیدل اسانه کار نه دی. د دې لپاره خلک سختۍ ګالي، قربانۍ ورکوي او په یوه لوړ قیمت له ځانه غوره ملګری جوړوي.
یوازې له نورو نه تمه مه کوئ
ډېرخلک له یو بل څخه د ښې ملګرۍ تمه لري، خو په ډېر ګومان خپله په دې کې پاتې راځي، چې د ښې ملګرۍ تهداب کیږدي.
د پوهانو ټینګار دا دی، چې د ښې ملګرۍ د تقاضا پرځای باید داسې فضا خپله رامنځته کړو کومه چې دغسې ملګرۍ ته د رسیدو وسیله کیدای شي.
موږ هم په دې مطلب کې هغه لارې چارې درسره شریکوو، چې په وسیله یې تاسې نه ښه ملګری جوړیدای شي. دا سپارښتنې پرځان عملي کړئ څو ښه ملګری درڅخه جوړ کړي.
که تاسې ښه ملګری شوئ نو ډاډه شئ چې ډېر ښه ملګري به په لاس درشي.
ځکه پښتو متل دی: ته له ما ځار، زه له تا ځار!
پر وعدې ودریږئ!
د ملګرتوب ټولو نه لومړی شرط پر وعدې ودریدل او وفاداري ده. په ملګرتوب کې هیڅکله دروغجنې او هغه وعدې چا ته مه ورکوئ، چې پوره کولای یې نه شئ.
په یو ځل دوه مو کیدای شي ملګري بې قولي وبښي او درنه خفه نه شي، خو مسلسلې بې لوظۍ مو باور خاموي او ملګرتیا درسره خرابوي.
د ښه ملګرتوب اصل همدا دی، چې قول مات نه کړئ.
که احیانا سهوي بد قولي درڅخه کیږي له ملګري بښنه وغواړئ او د لوظ ماتیدو دلایل او مجبوریتونه مو ورثابت کړئ.
د نورو خبرو ته ارزښت مه ورکوئ
د ښې ملګرۍ یو مهم اصل دا دی، چې د ملګرو په اړه د چا خبرې مه اورئ.
خلک به له هرې لارې کوښښ کوئ چې ستاسې اړیکې له نیږدې دوستانو سره متضررې کړي.
که تاسې د خپلو ملګرو په اړه د چا تخریبونکې خبرې واوریدې او باور مو پرې وکړ، ملګرۍ ته مو صدمه رسیږي.
که غواړئ ښه ملګری اوسئ له ملګرو سره مو مستقیمې اړیکې وساتئ. یانې د دوی په اړه د چا خبرو پسې مه ګرځئ.
د دوی په اړه پر هغو باورونو او شناخت تکیه وکړئ، چې خپله یې ورڅخه لرئ.
ملګری مو تکیه دی
پرملګري باور ولرئ او د یوې تکیه ګاه په سترګه ورته وګورئ. تاسې هم باید پر ملګري د تکیه ګاه په توګه باور ولرئ او د وس مطابق یې ډاډه غږ ورته وکړئ او هم هغه ته د ځان تکیه ګاه کولو احساس ورکړئ.
دا هرڅه په ملګرتوب کې په ریښتینولۍ، صداقت او اخلاص کیدای شي.
که تاسې دا خصوصیات له ځانه وښودل، باوري شئ چې ملګري به هم درته ځان همداسې ثابتوي.
دوست ته پاملرنه
که غواړئ چې ملګرتوب مو پیاوړی او دوامداره وي نو ملګرو ته خاصه پاملرنه ولرئ.
د هغوی خبرو ته په دقت غوږ شئ او مهم ټکي یې په ذهن کې وساتئ.
د ملګري درباندې حق دی، چې په پوره حوصله یې واورئ. حتا ستاسې او د ملګرتوب په اړه مو د هغوی اعتراضونو ته په حوصله غوږ کیږدئ.
مه پریږدئ، چې ملګری مو ځان درباندې پیټی محسوس کړي.
سربېره پردې په ذوق او سلیقه یې پوه شئ. مثلا: کتابونه، د خوراک – څښاک او پوښاک د خوښې وړ شیان او ډالۍ ورته راونیسئ، کورنۍ او مهمې اړیکې یې په یاد وساتئ او ورسره وپالئ.
ځان تېریدنه ضرور ده
د ښې ملګرۍ یو تر ټولو مهم اصل ځان تېریدنه ده. هغوی چې له دغه اصل څخه بې برخې دي نه ښه ملګري کیدای شي او نه ښه ملګري لرلای شي.
په افغاني ټولنه کې بیا دې اصل ته ځواني، خرابات او کاکه ګي وایي.
هغوی چې شومان او د تاوان یا خرابات زړه ونه لري ورته سخته ده، چې یا ښه ملګری وګڼل شي او یا ښه ملګری ومومي.