ژباړه: عطا محمد میاخېل
محبوب اوسېدل او د درنښت وړ ګرځېدل، ډېر زیات ارزښت لري، یوازې د دندو ترسره کول تاسو نه محبوبوي، بلکې باید له ښو شخصیتي ځانګړنو څخه برخمن واوسئ.
کله چې د یوه رهبر په توګه کار کوئ، اړینه ده، هغه کسان چې له تاسو سره کار کوي، باید درته درنښت ولري، خو درنښت او احترام هېڅکله نه ورکول کېږي، بلکې باید ترلاسه شي، له همدې امله باید مناسب چلند ولرئ، ترڅو هغه کسان، چې ستاسو په شاوخوا کې دي، تاسو ته درنښت وکړي.
ښایي ټیم یا ډله مو، ستاسو کاري عادتونو، هوښیارتیا یا وړتیاوو ته درنښت وکړي، خو په بشپړه توګه د درنښت کولو لپاره نور موارد هم شتون لري، ټول انسانان درنښت کول خوښوي، که وکولای شئ، په ټولنه کې، په هر مقام کې چې یاست، اړین درنښت تر لاسه کړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې ښه احساس لرئ او ګټونکي یاست.
که کوم څوک وغواړي، چې د نورو په وړاندې د درنښت وړ وګرځي، نو شتمني، مقام او دوکه ورکونکي ظاهري وضعیت ته اړتیا نه لري. د زده کړو کچه، ملګري او دوستان هم تل له ځانه سره درنښت نه راوړي. دلته د درنښت په اړه خبرې کوو، نه د غوړه مالۍ په اړه، ښایي یو له دلیلونو څخه، چې تاسو د دې لیکنې لوستلو ته اړ کړي یاست، همدا وي. ښایي شتمني، مقام او مناسب ظاهر ولرئ، خو لا هم داسې احساس کوئ، چې د درنښت وړ نه ګڼل کېږئ، تېروتنه مو په کوم ځای کې ده؟ په حقیقت کې درنښت د هغه چا په برخه کېږي، چې په خپل چلند سره د ځان په اړه د نورو درنښت راپاروي، خو څه ډول چلند؟
د دې لیکنې په دوام غواړو، چې په هغو ټکو باندې رڼا واچوو، چې په مراعاتولو او په هغو باندې په عمل کولو سره، د تېر په پرتله ډېر د درنښت وړ ګرځئ. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
مهربان واوسئ
هڅه وکړئ، چې ادب ته تر بل هرڅه لومړیتوب ورکړئ، څه په کورني چاپېریال کې د خپل ژوند له شریک او ماشومانو سره او څه له کور څخه بهر، چې له نورو سره مخامخ کېږئ، نو باید یو مؤدب کس واوسئ، دا چې له هغو ټولو انسانانو سره، چې مخامخ کېږئ، مهربان واوسئ، په خوله ډېره آسانه خبره ده، خو په عمل کې ښایي لږ څه ستونزمن کار وي، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې یوه سخته او ستونزمنه ورځ مو تر شا پرېښې وي، ښه حالت او وضعیت نه لرئ، خو دا تل په یاد لرئ، که غواړئ، چې له تاسو سره درنښتیز چلند وشي، په مقابل کې یې باید نورو ته هم درنښت وکړئ. اړینه نه ده، چې د مؤدب اوسېدو لپاره تل ستر کارونه ترسره کړئ، همدا چې ځینې کوچني ټکي مو مراعات کړل، نو نور تاسو د یو مؤدب فرد په توګه یادوي.
د بېلګې په توګه: یوه هوټل ته د ننوتلو پرمهال، نورو ته اجازه ورکول، چې لومړی هغوی هوټل ته ننوځي، مسکي شئ او د هر خدمت لپاره، چې نورو ستاسو لپاره ترسره کړی دی، ترې مننه وکړئ، که کومه غوښتنه ترې لرئ، نو په ډېر درنښت سره یې ترې وکړئ.
د درنښت چلند وکړئ
که غواړئ، چې نور تاسو ته درنښت وکړي، نو باید له ځینو ناسمو چلندونو څخه ډډه وکړئ، لکه: په موبایل کې ډېر بوختېدل او ډېرې او بېځایه خبرې کول، نه یوازې دا کړنې مقابل لوري ته یو ډول بې احترامي ده، بلکې د اړیکې د ټنیګښت مخه هم نیسي او ښایي ستاسو او د نورو ترمنځ یو تل پاتې درز هم رامنځته کړي، له دې امله تل باید درنښتیز چلند وکړئ او د نورو لپاره ښه اورېدونکی واوسئ، هر څوک چې غواړي، ورته پام وشي، حتا که ورسره همغږي هم نه یاست، باید ورته درنښت وکړئ، له دې کبله اړینه ده، چې په هر حالت کې له نورو سره درنښتیز چلند وکړئ، که مو خوښېږي، چې تاسو ته درنښت وشي.
ښه اورېدونکی واوسئ
غوږ نیول یوه فعال پړاو دی، چې هېڅکله نه منفعل کېږي، هڅه وکړئ، هر ډول فکر او نظر، چې په خپل ذهن کې یې لرئ، نورو ته غوږ ونیسئ او واقعاً په دې باندې ځان پوه کړئ، چې نور د څه څیز د لېږدولو په حال کې دي. تر ډېره په نننیو خبرو اترو کې، د یوه فرد خبرې د دې سبب ګرځي، چې د اورېدونکي افکار را وپارېږي او هغه هم ورته خبرې او کیسې مطرح کړي، د دې پرځای، چې تل نظر ورکړئ او خپله خبره وکړئ، هڅه وکړئ، چې له ویونکي څخه پوښتنه وکړئ، ترڅو په دې وسیله هغه لا ډېر خبرو کولو ته وهڅوئ، دا ده، چې د هغه دې ته پام کېږي، چې تاسو یو ښه اورېدونکی یاست او خبرو ته یې ارزښت ورکوئ. کله چې په خپل ځان کې دا وړتیا وروزئ، نو د نورو په وړاندې مهم ګڼل کېږئ.
ګټور واقع شئ
افرادو ته هغه مهال درنښت کېږي، چې تل مرسته کوونکي وي او نور یې په مرستو باندې حساب کوي او په حقیقت کې د اړتیا پرمهال د نورو مرستې ته ور ودانګي، له دې امله که غواړئ، تاسو ته لا ډېر درنښت وشي، تل له نورو سره د مرستې د فرصتونو په لټه کې واوسئ. مسؤولیت منونکي واوسئ او کارونه پرته له کومې تمې ترسره کړئ. که نور له تاسو څخه د مرستې غوښتنه وکړي، نو هڅه وکړئ، چې غوښتنه یې ومنئ. ګټور اوسېدل، د انسان یو له غوره او ښو صفتونو څخه دی.
بهانې مه کوئ
ستاسو فعالیتونه پرته له نا وړاند وینه شویو مواردو څخه، د ټاکنو پر بنسټ مو دي، له همدې امله د بهانه کولو لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري، په حقیقت کې ستاسو خپل کارونه دي، نو باید وې منئ. د بېلګې په توګه: که مو ځنډ کړی دی، د دې لپاره ده، چې خپل وخت مو نه دی مدیریت کړی. که کار مو لا پای ته نه دی رسېدلی، ښایي د دې په خاطر وي، چې په خپلو دندو باندې مو په ښه توګه تمرکز نه دی کړی او په غیر ضروري کارونو باندې مو ځان بوخت کړی دی، له دې امله باید خپلې تېروتنې ومنئ او د بهانو په لټه کې ونه اوسئ او د دې پرځای، چې په هغو بهانو کې پاتې شئ، د داسې یو فرصت په لټه کې شئ، چې وکولای شئ، خپلې تېروتنې پرې جبران کړئ.
غوسه مه اوسئ
د غوسې کنټرول او کابو کول، یو له هغو مهمو اصول څخه دی، چې تل او په هر حالت کې یې باید مراعات کړئ، ترڅو نورو ته زیان ونه رسوئ، له همدې امله سپارښتنه کېږي، چې د څو شېبو لپاره خپله غوسه خوندي کړئ، وروسته خپل کار ترسره کړئ. د غوسې په حالت کې مه پاتې کېږئ، هغه اروایي فشار (سټرس)، چې د غوسې له امله تاسو ته پیدا کېږي، روغتیا به مو له ګواښ سره مخامخ کړي. ځان او نورو ته اجازه ورکړئ، ترڅو ښه حالت ولري، هڅه وکړئ، چې نور وبښئ او تېروتنې یې هېرې کړئ، په دې ډول به نور ستاسو ترڅنګ ډېره زیاته آرامتیا ولري او تل به تاسو ته درنښت کوي.
بدلون ته لېواله واوسئ
سر ټمبګي تاسو کوم ځای ته نه رسوي، دا باید ومنئ، چې بدلون تل د بشپړتیا (تکامل) د بهیر یوه برخه ده. په ځان کې د فردي ودې مهارتونه وروزئ، خپلې وړتیاوې زیاتې کړئ، نوې کړنې وازمایئ او خپل غیر ارادي چلندونه وارزوئ، دا ټکی مه هېروئ، د هغې هڅې لپاره، چې د خپل ژوند د ښه کېدو لپاره یې کوئ، خپل ځان وستایئ، کله چې په خپل ځان باندې وویاړئ، نور به هم تاسو ته لا ډېر زیات درنښت وکړي.