- ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
ښایي کله هم تاسو پام کړی وي چې د نارینه او ښځینه وو ډېری کارونه توپیر لري. یانې دواړه یو رقم کار کولی شي، خو ډول یې بدل وي او دا چې څنګه یې کوي هم توپیر لري. دلته مو ځینې داسې توپیرونه راټول کړي چې ښایي ستاسو به ورته پام نه و.
– د جامو اغوستلو ډول: نارینه او ښځینه د جامو اغوستلو کې یو ډول نه وي. یانې کله چې مېرمن جامې اغوندي، له پاسه اغوستل پیلوي، لومړی کمیس اغوندي بیا پرتوګ یا پتلون. نارینه لومړی پتلون یا پرتوګ اغوندي بیا کمیس. کېدای شي ځینې بیا داسې نه وي، خو ډېری یې همداسې توپیرونه سره لري.
– نارینه ډېر خطرمنونکي وي: ښځې په ټولیزه توګه د کورنۍ غمخوارې او خواخوږې وي، خو کله چې سټرس پرې ډېر شي، ډېر په احتیاط سره کار کوي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې محتاطه وي. نارینه باندې چې سټرس ډېر شي، هر ډول خطر ته په اسانۍ غېږه ورکولی شي.
– ښځې په یوه وخت کې پر څو کارونو تمرکز کولی شي: که چېرې نارینه او ښځینه وو ته څو کارونه یو ځای وسپارل شي، نارینه یې سم نشي کنټرولولی. ګلاسیکو، هارفورډشایر او لیبیدیز پوهنتونونو یوه څېړنه کې وښودل چې نارینه هممهاله تمرکز نشي کولی. دوی نارینه او ښځینه ته یوه کمپیوټري لوبه ورکړه چې ویې لوبوي. لوبه کې چاپېریال یې جوت بدلون کاوه، ښځو لوبه کوله او د چاپېریال د بدلون کیسه کې نه وي، خو نارینه وو به چې بدلون ولید پام به یې هلته شو، تمرکز به یې لاړه.
– ښځې تر نارینه وو ډېر رنګونه ویني: نارینه ځینې رنګونه نشي سره بېلولی او یا هم نه یې پېژني، خو ښځینه بیا ډېر رنګونه هم پېژني او هم یې سره توپیرولی شي.
– د ښځو بویایي حس قوي دی: تر نورو د ښځو د بویولو حس پیاوړی دی، ځکه نو له ګلانو او شنو بوټو سره ډېره مینه لري. او د وخت په تېرېدا سره دا حس پکې دومره پیاوړی شوی چې په جنیتیک یې مداخله کړې او له جنیتیکي په دوی کې دا حس قوي شوی.
– نارینه بېخوبي زغملی شي: که نارینه بېخوبه شي، خپلې چارې هم سمبالولی شي، خو که ښځینه بېخوبه شي له ذهني او فزیکي پلوه کمزورې او چارې یې ترې ګډې وډې شي.
– ښځې په زینو کې د ښکته پر وخت احتیاط کوي: هغه ښځې چې لوړ بوټونه پښو کوي، پر لاره ورو ورو ګرځي او په زینو کې کرار کرار ښکته کېږي. نارینه وو سره تل همدا پوښتنه وي چې دا ولې داسې ورو ورو ګرځي. ځواب یې دا دی چې د لوړو بوټانو پښو کول لږ اراده غواړي او څوک چې دا پښو کوي نو احتیاط هم کوي. که کومې مېرمنې دا ډول بوټان پښو کړي وو، وارخطا کوی یې مه او پرېږدی یې چې په خپله خوښه ورګرځي.
– د ښځو او نرو لاس ورکول توپیر لري: کله چې نارینه ستړي مشي کوي د مقابل لوري لاس ټینګوي او ښکته پورته یې خوځوي. ښځې بیا همداسې نرم لاس ورکوي او د مقابل لاس ښوروي هم نه.
– نارینه او ښځینه چې ایینې ته ګوري بېل لاملونه لري: ښځې چې ایینې ته ګوري، په ټولیزه توګه یوازې خپل سینګار، جامې او منفي ټکي ګوري او غواړي چې ښه ځان سم کړي بیا د نورو مخ ته ورشي. نارینه چې ایینه کې ګوري، خپل مثبت ټکي ګوري او خپلو غوره ټکو باندې غور کوي، خپل ظاهري حالت نه ځان ډاډه کوي. د انګلستان پر زرو کسانو یوه څېړنه وشوه، پایله یې دا وه چې نارینه په ورځ کې درویشت او ښځینه شپاړس ځلي ایینې ته ګوري. نارینه په ایینه کې خپلې مټې (بازوګان) ګوري.
– د ښځو ځان تر نارینه وو ډېر بدلون کوي: ښځې تر نرو ژر بالغه کېږي او بېرته ژر زړېږي هم. ژر یې فزیکي حالت بدلون کوي او ژر چاغېږي، ځکه دوی اولادونه راوړي. نارینه بیا ژر بالغه کېږي هم نه او زړېږي هم نه. فزیکي حالت یې هم لږ بدلون کوي.
– ښځه له مېړه مینه او احساسات غواړي، خو نارینه یې فزیکي جوړښت ته ارزښت ورکوي. سره له دې ښایي چې له فرهنګي پلوه دا خبره توپیر ولري. مانا زموږ ټولنه کې اوس تر هر څه اخلاقو ته ارزښت ورکول کېږي.
– ښځې تشریفات خوښوي او نارینه یې نه خوښوي.
– ښځې ارزښت غواړي او که پوه شي خاوند یې چندان ارزښت نه ورکوي، سخته ناهیلي کېږي او شدید عاطفي غبرګون ښیي.
– ښځې د خاوند له خوا کنټرول منلی شي، خو نارینه د مېرمنې له خوا کنټرول نه خوښوي.
– ښځې ډارنې وي، غوسه کېږي نه. نارینه غوسه کېږي، خو نه ډارېږي.
– ښځې فزیکي فشار زغملی شي، روحي نشي زغملی. نارینه روحي زغملی شي، فزیکي نشي زغملی.
– ښځې غواړي اولادونه راحت لوی کړي، خو نارینه یې له خطرونو سره اشنا کول او هغو سره مقابله کول غواړي.
– ښځې لومړی د نارینه وو پر خبرو مینېږي، خو نارینه د نجلۍ په سترګو.
– ښځې ټولو اولادونو ته یو ډول مینه ورکوي، خو نارینه باندې هغه اولاد ګران وي چې خبر یې مني.
– ښځې چې واده کوي ډېر شیان سنجوي، لکه مالي وضعیت، ټولنیز دریځ، راتلونکس دنده او نور، خو نارینه دومره خبرو پسې نه ګرځي.
– د ښځو په څېره کې وېره، غوسه، حیرانتیا، ارامتیا، اضطراب او خوند له ورایه ښکاري، خو نارینه دا هر څه نه څرګندوي.
ښځې چې ژاړي، خولې ته لاس یا ټیکری نیسي، نارینه چې ژاړي سترګو ته لاس یا څادر نیسي.