څیړنې وايي چې ډیره غوښه خوړل زیانونه لري

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
هر انسان ته په کار ده، کوم څه چې خوري باید له دې ځان خبر کړي، چې په کومه اندازه یې وخوري؟ سره له دې چې هر څومره ګټور خواړه وي، خو که له اندازې ډېر وخوړل شي نو هرومرو زیان هم لري، چې له دې ډلې نن درسره د غوښې په اړه خبرې کوو.
سربیره پر دې چې غوښه یو شمېر ګټې لري خو روغتیا پوهان وایي، لږ تر لږه باید په اونۍ کې یو شخص ۵۰۰ ګرامه غوښه وخوري، خو که تر دې یې کچه زیاته شو؛ ښایي بیا د انسان روغتیا ته دا زیانونه لري:
غوښه د سرطان، زړه او شکر ناروغۍ پیدا کوي
د امریکا د سرطان انستیوت په یوه ترسره شوې څیړنه کې ویلي شوي، چې د غوښې زیات استعمال د سرطان، الزائمر، زړه، شکر او نورې هغه ناروغۍ چې مرګونې ثابتیږي ګواښ لوړیږي.
غوښه د انسان عمر کموي
په اروپایي هیوادونو کې تر سره شویو څیړونو ښودلې چې زیاته غوښه خوړل د انسان عمر کموي.
همدارنګه په مناسبه اندازه د غوښې خوراک د انسان لپاره د ناروغیو د مخنیوي لپاره ښه او اغیزمنه درملنه ده.
غوښه د هاصمې سیستم خرابوي
د روغتیایي چارو د ماهرینو په وینا، په غوښه کې په پراخه کچه پروټین، ویټامینونه او منرالونه موجود دي، چې د بدن روغتیا لپاره اړین او ګټور دي، خو که چیرې یې استعمال له ټاکلې اندازې زیات شي نو د هاضمې، خیټې درد او داسې نورو ستونزو لامل ګرځي.
غوښه د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي
یوې ساینسي مجلې “ بیالوجی لیټرز“ په یوه څیړنیز مطلب کې لیکلي،هغه کسان چې د غوښې له خوړلوډډه کوی نه یوازې د ماشومانو دزیږولوصلاحیت یې کمیږي، بلکې د هغوې د بدن دفاعی نظام هم کمزوری کیږي چې له کبله یې هغوې په اسانۍ سره په مختلفو ناروغیو اخته کیدلی شي.
په دې هیله چې له ډیرې خوښې استفاده ونه کړو، ځکه ډاکټران ډیره سپارښتنې د تازه سبزیجاتو او میوو وکړو.