-
لیکنه: بشر درویش
غزني په تاریخي لحاظ د افغانستان له مهمو ولایتونو بلل کیږي، خو د افغانستان روانو ناخوالو کې دا ولایت هم بچ نه دی پاتې شوی. همدا تیرکال غزني د خورا سختو جګړو شاهد و، ان یو ځل یې خبره تر سقوط هم نیږدې شوې وه.
اوس لکه ټوله نړۍ او د افغانستان د نورو ولایتونو سربیره غزني هم له کرونا پاتې نه شو، یو شمیر کسان یې نیولي، خو ورسره د کرونا پر ضد اقدامات روان هم دي.
ثبت شوې پيښې
په غزني کې تر اوسه د ۶ پيښو د ثبتیدو راپور ورکړل شوی دی. د غزني ولایت د رسنیو دفتر لیکلي چې تر اوسه یو ۸۶ کلن سړی چې په دې ویروس اخته و، تر پنځو ورځو بستر وروسته خپل ژوند لاسه ورکړی.
دا چې بیرته ترې کوم کس ښه شوی یا نه، په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په دې کې ځیني هغه کسان هم شامل دي چې له ایران دې ولایت ته ستانه شوي او وروسته ترې ویروس د کورنۍ نورو غړو یا خلکو ته لیږدول شوی دی.
کرونا ضد اقدامات
په غزني ولایت کې هم لکه د نورو سیمو په څیر د کرونا ضد اقدمات شوي دي. د ښار قرنطین، میکروب ضد درمل او عامه پوهاوی جریان لري.
یاد ولایت ته د ولسمشر اشرف غني په امر ۶۰ میلیونه افغانۍ منظور شوي چې د کرنا پر ضد اقداماتو کې ترې ګټه واخلي.
د غزني چارواکو ویلي چې دغه ولایت کې د کرونا ناروغانو لپاره یو ۲۰ بستریزه روغتون پرانیستل شوی چې ناروغان په کې قرنطین او تداوي شي، ترڅنګ یې د غزني د رسنیو دفتر لیکلي چې همداراز یې په مقر ولسوالۍ کې هم د کرونا ویروس ناروغانو لپاره درې بستره فعاله کړي دي.
د غزني ولایت د رسنیو دفتر پر پاڼه لیکل شوي چې هره ورځ ددې ولایت مرکز او بیلابیلې ولسوالۍ او سیمې دوا پاشي او مینځل کیږي.
په تیرو څو ورځو کې د مرکز غزني په شمول په خوږیاڼو، ذنخان، مقر، اب بند او یو شمیر نورو ولسوالیو او سیمو کې د کرونا ضد عامه پوهاوي کمپاینونو، دوا پاشي او نورو فعالیتونو راپور ورکړل شوی دی.
ترڅنګ د سوداګر او حکومت له لورې دې ولایت کې له بیوزولو سره د یو شمیر مرستو راپورونه هم ورکړل شوي، چې هغه کافي نه بلل کیږي.
پر ټولنیزو رسنیو د غزني فعالان د لا ډیر پام غوښتنه کوي.
غزني، جګړه، کرونا، مجبوري، سطحي چلند او فقر
غزني هم لکه د افغانستان د نورو سیمو او ولایتونو په څیر د سختې جګړې شاهد پاتې شوی، لکه مخکې مو چې وویل په وروستیو کې خو یې وضعیت بیخي سخت شوی و. اوس چې کرونا راغلې د نورې نړۍ او هیواد په څیر دا ولایت به هم خدای مه کړه سخت زیان وویني.
ځکه لکه ټول افغانستان کې چې دا ستونزه ده چې کرونا عادي ګڼل کیږي، د خلکو زده کړې او عامه پوهاوی کم دی. څومره چې لیدل کیږي د غزني چارواکي تر ډیره دوا پاشۍ ته مخه کړې، د عامه پوهاوي کمپاینونه هم کوي، خو ښه به وي چې دا وغځوي او په ځانګړي ډول دا کمپاینونه پر دیني علماوو او قومي خلکو وکړي، ځکه دا خلک خپل اغیز او نفوذ لري او کولی شي ژر د هغو خلکو دا فکر بدل کړي چې وايي، ګواکي کرونا خطرناکه نه ده یا زموږ لپاره نه ده.
بل ګواښ جګړه ده چې د کرونا سره به مبارزه سخته کړي، همدا پرون او نن هم په دغه ولایت کې دوه بریدونه شوي دي.
د غزني چارواکو همدا نن ویلي چې تیره شپه او نن سهار ۹ بجې د مرکز غزني اړوند په اسفنده او د زنخان ولسوالۍ پر دوهم نمبر پوستو باندې وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي. نو داسې مهال برید کول واقعاً مبارزه سختوي او هغه سیمې چې باید کرونا ضد دواپاشي شي یا یې اوسیدونکو د کرونا نښو لرونکي معلوم او تداوي شي، ورک کوي.
هیله ده طالبان لکه د سعودي عربستان په مشرۍ چې یو لوی ائیتلاف په یمن کې اوربند وکړ، دوی یې دلته وکړي، ځکه اوس خو جګړه کفارو سره نه ده، بلکې افغانانو خلاف روانه ده او بل اوس وبا سره ټول مخ یوو، بیخی شدیده اړتیا یې ده.
بل ګواښ دا دی چې بازارونه بند دي، د نورو سیمو په څیر هغه معمولي ګټه وټه هم پر خلکو دریدلې، خلک یې هسې هم له پخوا فقر وهلي، نو که دا همداسې دوامداره شي، او خدای مه کړه، کرونا هم نوره خپره شي او ورسره جګړه مار جګړه هم وکړي، دا به ستونزمن وي چې بیا د کرونا وبا کنټرول کړل شي، ځکه پام به ټول جګړې ته وې، چې دا یو سخت او ډاروونکی کار دی.
پایله؛
په کار ده چې حکومت هلته منظم تدابیر ونیسي، د غریبو خلکو د لاسنیوي لپاره مرستې برابرې کړي او علما باید خلک بیداره کړي چې د کرونا پر ضد د خپله ودریدو ترڅنګ باید له خپلو اړمنو ګاونډیانو سره مرسته وکړئ، ځکه خلک ماران نه دي چې خاوري به وخوري، که داسې ونه شي او جګړه هم روانه وي، نو دا داسې مانا لري لکه خلک چې په ژوندوني په اور کې سوځوي.
ترڅنګ طالبان باید جګړه صفر کړي، ځکه که داسې ونه کړي، امکان شته چې کرونا ویروس تر لرې سیمو خپور او هغه خلک بیخي سخت وځي او له یوه بد بحران سره مخ کړي.