
لیکنه: ډاکټر زبیر رسا
ژباړه: ملیحه ناصري
زموږ ډېری ځوانان اوس له غوږکیو ډېر کار اخلي. پر سړکونو، بازارونو، عامه ځایونو، کورونو کې چې ګرځي راګرځي. یا شپې د استراحت پر مهال یې غوږونو کې غوږکۍ/ گوشکي ورکړې وي. دلته مو د ډاکټر صاحب (زبیر رسا) یوه لیکنه راخیستې چې د غوږکیو د ډېرې کارونې او د هغې د نه جبرانېدونکو زیانونو اړوند یې کړې ده.
لومړی یې راځو زیانونو ته:
- غوږکۍ د غوږونو عادي ځواک او د اورېدنې قوت کمزوری کوي، ځکه چې سامعه اعصاب کمزوري کېږي.
جسمي او اروایي ستونزې انسان ته پیدا کوي، مانا له فزیکي پلوه یې کمزوری کوي او اروایې نارامه کوي.
د غوږونو بهرنۍ برخه پاکه نه پاتې کېږي او د میکروبي کېدو لامل یې کېږي.
د اورېدو حس خرابوي او په غوږو سړی درنېږي.
د ماغزو حجرات زیانمنوي، آن له منځه یې وړي.
د غوږکیو کارول د دې لامل کېږي چې انسان له نورو خلکو ځان راګوښی او یوازې کړي.
فکري تمرکز کموي.
ډېره کارونه یې سردرد پیدا کوي.
د الزایمر او د هېرولو ناروغي پیدا کوي، ځکه تمرکز چې نه وي هغه کار یا شی د سړي هېر شي.
کله چې غوږکۍ کارول کېږي د کارونې پر مهال ماغزه د تشعشع تر اغېز لاندې راځي.
د دې امکان هم وي چې غوږونه عفوني او میکروبي شي.
ګنګسیت او سرګیچي پیدا کوي.
په غوږونو کې شته مضره باکټریاوې اووه سوه سلنه زیاتوي.
شخصي/ ځاني امنیت ته نه پاملرنه یا کمه پاملرنه یې بل زیان دی.
څنګه کولی شو ځان خوندي کړو؟
تر هغو چې اړتیا نه وه باید ونه کارول شي.
هغه غوږکۍ چې مستعملې یا یو ځل کارول شوي وي، دویم لاس وانه خیستل شي.
یوازې خپله یې وکاروئ!
غوږکۍ په غوږونو کې ډېرې مه ننباسئ!
د غږ کچه یې تر پنځوس سلنې مه لوړوئ!
د پلي تګ/ موټر چلولو وخت کې یې مه کاروئ!