تازه؛ غني وايي، د طالب بندیانو خوشې کولو لړۍ چټک کوو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن څو شیبې وړاندې د اختر په مناسبت ملت ته وینا وکړه.
د نوموړي وینا چې له رسنیو په ژوندۍ بڼه خپریده اعلان یې وکړ چې د طالبانو د بندیانو خوشې کول به چټک کړو.
ښاغلي د طالبانو له لورې د اوربند کولو هرکلی هم وکړ او ترڅنګ یې پر طالبانو غږ وکړ چې مذاکراتو ته ورسره داخل شي.
ښاغلي غني وویل:

«د طالبانو بندیان به ژر خوشي کړو او ترڅنګ یې له طالبانو غواړو چې زموږ اړوند بندیان هم راخوشې کړي.»

د کوچني اختر مبارکۍ په مناسبت د ولسمشر غني د نننۍ وینا پرمهال له هغه سره ډیرو هغو سیاستوالو هم ګډون درلود چې ترې مرور ول.
خو بل پلو بیا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دې مراسمو کې ګډون نه درلود او یوه جلا وینا او د اختر د لمانځه مراسم یې درلودل.
په نننۍ وینا کې ښاغلي غني خپلو امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې دفاعي حالت کې اوسي او د هیوادوالو امنیت ټینګ کړي.
نوموړي ددې ترڅنګ د افغانستان له اړخه د سولې بین الافغاني خبرو ته چمتووالی وښود او ویې ویل چې طالبان دې هم چمتو شي، څو ژر بین الافغاني خبرې پیل او بریالۍ کړو.
باید یاده کړو چې تیره شپه طالب وسله والې ډلې هم د اوربند اعلان کړی دی چې په نړیواله کچه یې هرکلی شوی دی.

د بندیانو خوشې کولو شرط

د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوي توافق کې دا شرط ایښودل شوی چې تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې به د طالبانو پنځه زره او د افغان حکومت زر بندیان خوشې کیږي، دا لړۍ له یو څه جنجالونو وروسته پيل شوه، خو کله چې طالب وسله والو پرلپسې بریدونه وکړل، نو بیرته افغان حکومت یې په غبرګون کې د بندیانو خوشې کول له دې امله هم بند کړل چې طالبانو یې له لیست سره سم بندیان نه دي خوشې کړي او خونړي بریدونه کوي.

د ولسمشر غني نورې خبرې؛

  • ما د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره په تېرو څلورو اونیو کې د ټولو قول اردوګانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت له رئیسانو سره جلا جلا د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د شرایطو د ښه والي پخاطر تفصیلي خبرې وکړې او د ملاتړ ډاډ مې ورکړ.

  • زه یو وار بیا ژمنه کوم چې د دوی معنوي او مادي ملاتړ به د پخوا په څیر په ښه توګه روان وي، داسې ملاتړ چې زموږ د سرتېرو تجهزات او اعاشه تر پخوا لا بهتره شي.

-زه د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم چې د خپلو سرونو په قربانولو سره د خپلو وطنوالو امنیت او د هېواد د ثبات لپاره مبارزه کوي. زه د دوی له کورنیو څخه مننه کوم چې بچیان یې د ملي ځواکونو لیکو ته، د وطن مقدسې دفاع ته لېږلي. یو ځل بیا ټول ولس په خاصه توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د اختر مبارکي وایم.