
خبر: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امريکا متحدو ايالتونو د ملي دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر میلر سره ټليفوني خبرې وکړې.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ټليفوني مکالمه کې چې د امريکا متحدو ايالتونو لوی درستيز جنرال ميلي هم حضور درلود، دواړو لوريو د افغانستان د اسلامي جمهوريت او امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې چې یادو خبرو کې د امريکا د دفاع وزارت سرپرست د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر دوامداره کيفيت ټينګار وکړ او د سولې پروسې په اړه هم بحث وشو.
ددې ناستې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.