ولسمشر غني په قطر کې د وسله والو طالبانو د استازو او افغان سیاستوالو ترمنځ کیدونکې ناستې ته له ټولو مخالفتونو سره بالآخره د خپلو استازو پر استولو سلا شو.
یونیم سل کسیزه ګډ پلاوی
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد خبریالانو ته ویلي:
«حکومت د مصالحې د رهبرۍ شورا کې چې د حکومت او سیاسي ګوندونولخوا په ګډه جوړ شوی، منلې ده چې د حکومت او سیاسي ګوندونو یو مشترک یونیم سل کسیز پلاوی به د قطر ناستې ته ورځي.»
مخکینی ولسمشر حامد کرزی، چې د دغې ناستې پر جوړیدو ډېر ټینګار کوي او غالباً ناسته به هم د هماغه په مشرۍ ترسره کیږي، دغې ناستې ته د (بین الافغاني مذاکراتو) نوم ورکړی.
حاجي دین محمد وایي د قطر په راتلونکې ناسته کې به له افغانستانه د ورتلونکي یو نیم سل کسیز پلاوي ۴۰ تنه ښځینه استازې وي.
د مسکو د ناستې دوام
د قطر ناسته په ماسکو کې د څو میاشتې وړاندې ترسره شوې هغې ناستې دوام دی، چې د وسله والو طالبانو د استازو او افغان سیاسي ډلو ترمنځ جوړه شوې وه.
د هغې ناستې مشري هم مخکیني ولسمشر حامد کرزي کوله.
کرزي ناستې ته له ورتلو مخکې غوښتل غني وویني او استازي یې ځان سره غونډې ته بوځي، خو غني ورسره له لیدو انکار کړی و.
په ماسکو ناسته کې، چې د افغان حکومت او پلویانو لخوا یې په سختو ټکیو غندل شوې وه، ټینګار شوی و، چې په نیږدې فرصت کې به د قطر د بین الافغاني مذاکراتو ناسته جوړیږي.
د قطر ناسته او د سولې جرګه
د قطر له ناستې سره د سیالۍ لپاره ولسمشر غني خپل پوره کوشش وکړ، چې کم ارزښته یې کړي.
هغه د دغې ناستې د مقابلې په موخه په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د بللو اعلان وکړ، چې له ټول هېواد نه به نیږدې دوه نیم ـ درې زره تنه پکې برخه اخلي.
خو د غني لخوا دا اعلان شوې جرګه، چې د شوې ژمنې له مخې به د غویي په نهمه په کابل کې جوړه شي، د یو شمېر مطرحو سیاسي جریانونو له بایکاټ سره مخ شوه.
بایکاټ کوونکو، چې د غني د حکومت شریکوال ( ډاکټر عبدالله) هم پکې دی، پر غني تور پورې کړ، چې له جرګې څخه په راتلونکو ټاکنو کې د خپلو کمپایني موخو لپاره ګټه اخلي.
د غني پلویانو دا خبرې رد کړې او منتقدین یې د سولې هڅو په تخریب تورن کړل.
نرمښت که ماتې؟
ولسمشر غني د قطر د ناستې او د سولې په تړاو نورو هڅو کې خورا یوازې او له ماتې سره مخ ښکاري.
هغه، چې په ځوان نسل او روښانفکرانو کې د پام وړ ملاتړ لري او ولس هم له ټولو خوابدیو سره د نورو سیاستوالو په پرتله ورته په ښه سترګه ګوري؛ په ملي ـ سیاسي او نړیواله اجماع کې د لوبې بایلونکی ښکاري.
غني پرته له له دې، چې د ارګ او نورو ادارو کارکوونکي یې د کارونو ستاینې او ملاتړ وکړي، په مطرحو سیاستوالو کې له ګوتو په شمارو څو تنو پرته، چې هغوی هم ورسره د ګټو لپاره موقتي یو شوي، نور د پام وړ ملاتړ نه لري.
برعکس، د غني یوه لویه برخه حکومتي ملګري هم د هغه مخالف او له هغه څه یې چې د واک او کارونو انحصار یې بولي، په شدت سره ناراضه دي.
څه به کیږي؟
د قطر ناسته، چې امریکا متحده ایالات، له هند پرته سیمه ییز هېوادونه او له اروپایي ټولنې پرته نوره نړیواله ټولنه ټول یې ملاتړي ښکاري، د وسله والو طالبانو او له حکومته د ناراضه سیاسي ډلو باور له ځانه سره لري.
د دغې ناستې پلویان څه ریښتیا هم د سولې لپاره او څه د دې لپاره، چې د دوی له سختې عقدې سره مخ اشرف غني ته به له واکه د ایسته کیدو کومه لاره وګوري، دغې ناستې ته ډېر هیله من دي.
د غني مخالفین تمه لري، چې د تېرو اجنډاوو او هڅو په دوام به د قطر ناسته کې د موقت حکومت پر جوړیدو سلا کیږي او د طالبانو ترڅنګ د غني ناراضه مخالفین به یو مخ د هغه د ایسته کیدو او موقت حکومت جوړیدو غږ کوي.
اوس چې دې ناستې ته غني هم د وزیرانو، والیانو او نورو لوړپوړیو چارواکو په کچه د خپلو استازو استول منلي، ولیدل شي چې د ده کسان څومره ده ته د خطرناکې پلان شوې اجنډا مخنیوی کولای شي.
غني او پلویان یې لا له وړاندې دغسې ناستو وارخطا کړي وو.
د قطر ناستې ته له افغان سیاسي ګوندونو، حکومت او مدني ټولنو څخه د ورتلونکي یو نیم سل کسیز پلاوي ټول لیست لا نه دی څرګند شوی، خو مخکې له حکومت پرته د ورتلونکو کسانو په لیست کې حکومت ضدې څېرې زیاتې وې.
دا چې نوی لیست به څنګه وي او د غني لږ و ډېر پلویان به څومره د ده د اجنډاوو د دفاع او پر نورو د منلو وس ولري، وروسته به معلومه شي؟