غني: لویه څارنوالي دې پيژندل شوي فاسدین ونیسي، ایا عمل کې نیول کیدای شي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني لویې څارنوالۍ ته ویلي چې پر فساد ککړ کسان دې وپيژني او عدلي او قضايي ارګانونو کې دې تر څار لاندې ونیسي.
نوموړي دا خبرې د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه کې کړي دي.
یاده ناسته پرون د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ جوړه شوه.
ارګ وايي، په دې غونډه کې د مالیې وزارت په عوایدو او ګمرکونو او همدا راز په ملي تدارکاتو کې د اداري فساد د اسیب پذیرۍ د ارزونې په اړه د میک کمېټې پر راپور او موندنو بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي غني د میک کمېټې د راپور هرکلی کړی او د مفسدینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د میک کمټې راپور

ارګ وايي، د یادې کمېټې د دارالانشا رئیس، د مالیې وزارت په عوایدو او ګمرکونو کې د اداري فساد د اسیب پذیریو د ارزونې په اړه د میک کمېټې د موندنو راپور وړاندې کړ.

هغه وویل:

«میک کمېټې دڅېړنې روش په اړه راپور او معلومات وړاندې کړي او مالیې وزارت ته د اداري فساد د مخنیوي په موخه ۴۱ مورده موندنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي چې په پلي کولو سره به یې د عوایدو او ګمرکونو برخې عمده ستونزې حل شي.»

ارګ ویلي؛ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته مالیې وزارت، میک کمېټې او اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې د میک کمېټې د موندنو مجموعې ته د زماني ضرب الاجل په پام کې نیولو سره د عمل پلان ترتیب او په عوایدو او ګمرکونو کې دې پراخ اصلاحات عملي او په هرو ۱۵ ورځو کې دې د دولت د عوایدو راپور میک کمېټې سره شریک شي.

نیول شوي تصمیمونه

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا همدارنګه لاندې تصمیمونه ونیول چې یو شمیر یې دا دي:

  • په حقوقي چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر مشاوریت موظف دی چې د میک کمېټې ټول وړاندیزونه او د هغو وزارتونو ژمنې چې د دې کمېټې په راپورونو او سپارښتنو کې شاملېږي وارزوي او وڅاري او په ربع وار ډول د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډو ته د هغو راپور وړاندې کړي.
  • د مالیې وزارت د ملکي خدمتونو د هیڅ بست کارکوونکي د سیالۍ له اعلان پرته نشي تعینېدای، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مالیې وزارت سره په همکارۍ موظف دی چې د عوایدو او ګمرکونو معینیت تشکیلات وارزوي.
  • د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون موظف دی چې د مالیې وزارت په برخو په ځانګړي ډول په عوایدو او ګمرکونو معینیت کې مسلکي مدیران استخدام کړي او هغه کسان چې د وزارتونو د عوایدو او تدارکاتو د تفتیش په برخه کې کار کوي، باید بین المللي سرټیفیکیټ ولري.
  • .د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا پرېکړه وکړه چې د میک کمېټې د موندنو او سپارښتنو د غوره تطبیق او ابهاماتو د رفع کولو په خاطر دې ملي تدارکاتو اداره له دغې کمېټې او اړوندو ادارو سره غونډه وکړي.

باید یاده شي چې ولسشمر غني داسې مهال د فاسدینو د پيژندلو او نیولو خبره کوي، چې له دې امله حکومت تر نیوکو لاندې دی چې ښکاره مفسدین ګرځي، لوړو څوکیو کې دندې لري او حساب کتاب ورسره په عمل کې نه کیږي.
دا چې دا ځل به څومره عمل وشي، راتلونکې کې به ځواب شي.