ولسمشرغني، چې د مخالفینو لخوا یې د واک د انحصار ترڅنګ په یکه تازۍ، ځانځانۍ او د نورو په څنډې ته کولو ډېر تورنیږي؛ د شنبې په ورځ له یو شمېر مطرحو افغان سیاستوالو سره د سولې د روانو هڅو په اړه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې مخکیني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله، د سولې شورا مشر کریم خلیلي او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش برخه لرله.
که څه هم د ترکیب له مخې دا ناسته د ولسمشر له ورته نورو مشورتي ناستو سره متفاوته او د پوښتنې وړ وه، خو یوه پایله یې دا ده چې ولسمشر غني بالآخره له دودیزو سیاسي مشرانو سره بیا مشورې ته اړ شو.
شرایطو ته یو نظر
دا ناسته په داسې وخت شوې، چې ټاکل شوې په نیږدې وخت کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له افغانستان څخه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو یو نیږدې سل کسیز مقتدر پلاوی قطر ته لاړشي.
دا پلاوی به هلته د طالبانو له پلاوي سره د بین الافغاني مذاکراتو په نوم ناسته کوي.
له دې سره هم مهاله په کوردننه او بهر د سولې د تامین لپاره ځینې اړخونه په افغانستان کې د موقت حکومت جوړیدل اړین ګڼي.
دا وړاندیز هم د پاکستان صدراعظم عمران خان او هم په کوردننه د ولسمشر غني مخکیني ملګري او سرسخت مخالف حنیف اتمر کړی دی.
له دې سره خوا کې د افغان حکومت او ترټولو نیږدې نړیوال ملاتړي (امریکا) ترمنځ یې اړیکې هم ترینګلې شوي.
د اړیکو دا ترینګلتیا ځینې د حکومتونو په کچه نه؛ بلکې د ولسمشر غني او امریکا ترمنځ ګني.
یوازې شوی ولسمشر
اشرف غني، چې له واکمنیدو سره یې ډېره تکیه پر نوي نسل ده، په لویو سیاسي لوبو کې تر ډېره یوازې ښکاري.
د افغانستان یوه لویه برخه دودیز سیاسي مشران څه له غني څخه د امتیاز نه اخیستو او څه په نورو دلایلو له ده خوابدي او د سیاسي مخالفینو په شاوخوا یې را ټول دي.
په سیمه ییزه کچه له هند پرته ګڼ نور هېوادونه هم د غني په مخالفت او د سیاسي مخالفینو په ملاتړ یې تورنیږي.
په حکومت کې دننه هم غني د ارګ له نیږدې حلقې پرته یې نور د ډېرو له ملاتړه بې برخې ښکاري.
د ده د حکومت شریکوال او اجرایه ریس ډاکټرعبدالله هم په وروستیو کې ان د سولې په موضوع کې له ده سره هم نظره نه ښکاري.
هغه کله په مشروط ډول د موقت حکومت ملاتړ کوي او کله اوازه خپریږي، چې له حامد کرزي سره دی هم قطر ته له طالبانو سره جوړیدونکې ناستې ته روان دی.
د مشورتي ناستې ګونګ جزیات
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشرغني په جوړه شوې مشورتي ناسته کې له سیاسي مشرانو سره د سولې په موضوع کې د واحد ملي دریځ په لرلو مشوره غوښتې ده.
له دې سره داسې هم ویل کیږي، چې حامد کرزي له غني غوښتي څو د ده په مشرۍ قطر ته په تلونکي پلاوي کې خپل استازي معرفي کړي.
د دې ناستې جزیات سم روښانه نه دي او نه یې د پایلو په اړه څه ویل شوي.
خو ولسمشرغني په ډېرګومان د امریکا، سیمه ییزو هېوادونو او په کوردننه سیاستوالو له بدلیدونکو دریځونو وارخطا ښکاري.
هغه په ماسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ د سولې په جوړیدونکې غونډه کې له ګډون څخه مخکې د کرزي د لیدو غوښتنه رد کړې وه.
څه به کیږي؟
ولسمشر غني له دې مشورتي ناستو مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې ته، چې دی به یې د ثور په نهمه جوړه کړي، ډېر هیله من و.
خو اوس داسې ښکاري، چې تر داسې مشورتي ناستو مخکې به هغه جرګه د ده د دریځ د غښتلتیا لپاره چندان ګټه ونه کړي.
غني غالباً غواړي لومړی هغه برخه سیاستوال د ځان ملګري کړي، چې لا یې له سیاسي مخالفینو سره په یوه ټغر نه دي ناست.
استاد سیاف، حامد کرزی او کریم خلیلي په دې برخه کې همداسې کسان دي.
کرزی که څه هم د حنیف اتمر ټاکنیزه ډله ادعا کوي، چې د هغوی ملاتړی دی، خو تراوسه یې ښکاره داسې کومه پریکړه نه ده کړې.
سیاف بې طرفه او ان د غني د پردې ترشا ملاتړی ښکاري؛ کریم خلیلي که څه هم دا ځل غني سره ټاکنیز ملګری نه دی او خپل استازی یې د عبدالله د ټاکنیز ټکټ دویم معاونیت ته وړاندې کړی، خو د عبدالله په شان له غني سره تر شدید مخالفت مشترکاتو ته زیات ارزښت ورکوي.
د غني په مقابل کې لوی مزاحمتي ټیم، چې تر ډېره د غني سیاستونه او حتا تر جوزا میاشتې وروسته د واک دوام ننګوي، د حنیف اتمر ټاکنیزه ډله ده.
اتمر له غني سره د سختې عقدې سړولو لپاره ان موقت حکومت غواړي او د پخوا برعکس په توندۍ سره غني او ټیم یې تر نیوکو لاندې راولي.
دا چې لوبه به بالآخره چېرته رسیږي او له سیاستوالو ور اخوا افغان ملت ته به یې پایله څه کیږي، نه ده معلومه.
څه چې عام خلک باور ورباندې لري او غوښتنه یې کوي، د سولې ترڅنګ د اوسني نظام د لاسته راوړنو خوندیتوب دی.
زیات خلک باور لري، چې موقت حکومت جوړول او طالبانو سره د سولې په نوم معامله دا ارزښتونه او لاسته راوړنې نابودولای شي!