
راپور: بشر درویش
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن سهار د هرات والي سید عبدالوحید قتالي او ایران سره پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د وژلو د ژورې او هراړخیزې ارزونې لپاره د ګومارل شوي پلاوي مشر محمدحمید طهماسي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه غونډه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېګ او د یادې پېښې د شهیدانو کورنیو یو شمېر استازو او ژغورل شویو کسانو هم حضور درلود.
د پيښې په اړه جزیات
د پلاوي مشر محمدحمیدطهماسي، جمهوررئیس ته د موظف پلاوي د کړنو راپور ورکړ او وې ویل، پېښه او د هغې اړوند ټول اسناد، مدارک، شواهد، ویډیوګانې، عکسونه، د متضررینو اقرار له تخنیکي، مسلکي او حقوقي پلوه او همدارنګه د بین المللي اسنادو، کنوانسیونو، لایحو او پرېکړو له مخې ارزول شوي او ایراني لوري سره یې هم په دې اړه غونډې او بحثونه کړي او لا هم ادامه لري.
نوموړي د خپلو موندنو په اساس وویل:
«په یاده پېښه کې له ۴۶ شاملو کسانو څخه ۱۲ تنه شهیدان ، ۱۷ تنه ورک او ۱۷ کسان ژغورل شوي دي چې د هرات او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي دي.»
هغه وویل، د عالي مقام د حکم د لارښوونې په اساس به د خپلو موندنو او اجراتو راپور د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.
د هرات د والي راپور
د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وویل:
«د عالي مقام د هدایت په اساس یې د ځمکو قباله له ښاروالۍ سره د پړاوونو له بشپړولو وروسته اړوندو کورنیو ته سپارلې او همدارنګه برابرې شوې نغدي مرستې او د خوراکي توکو بستې هم اړوندوکورنیو ته رسېدلې دي.»
هغه زیاته کړه د شهیدانو او متضررینو د کورنیو غړو ته د کاري زمینو برابرولو په موخه یې له اړوندو ادارو او خصوصي سکتور سره خبرې کړې دي.
د قربانیانو د استازي وړاندیزونه
ارګ وايي، ورپسې مولوي محمدجان میرزایي د شهیدانو د ورثې او عبدالناصر د ژغورل شویو په استازیتوب د وینا پرمهال د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهوررئیس له پاملرنې، اقداماتو او مرستې څخه د مننې ترڅنګ د موضوع د اساسي تعقیب ، په نړیواله محکمه کې د عاملینو د محاکمې، د کاري زمینو د ایجاد، ایران ته د ازادانه او قانوني تګ راتګ په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
دا غم به تلپاتي وي
ولسمشر غني د دوی د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته یو ځل بیا د ټول ملت او دولت په استازیتوب د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل او وې ویل، دا زموږ ټولو شریک غم دی او دا به تل د ملت په خاطره اوتاریخي حافظه کې ځای ولري.
د بین المللي اصولو مطابق تګ
جمهوررئیس غني د یادې موضوع په اړه د بهرنیو چارو وزارت د هلوځلو، مذاکراتو او ایران ته د استول شویو اصولي او قانوني پیغامونو مننه وکړه او وې ویل، موضوع د بین المللي اصولو او قوانینو مطابق تعقیبېږي.
بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا دفتر به د موضوع د ټولو ابعادو د څېړلو ترڅنګ ایران ته د تګ راتګ شرایط لا اصولي، قانوني او د پیش بیني وړ کړي.
ښاغلي غني د هرات والي ته لارښوونه وکړه چې د پاسپورټونو د وېش برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوي، خو که بیا هم په دې او یا هم د افغان پست له لارې د پاسپورټونو لېږلو په برخه کې ستونزې وي، نو د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته دې په دې اړه خپل وړاندیزونه او راپور وسپاري.
له ذیدخلو ادارو مننه
جمهوررئیس د عالي مقام لومړي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت، د ملي امنیت شورا دفتر او د چارو ادارې عمومي ریاست او نورو اړوندو مسوولینو څخه د دغې پېښې د قربانیانو او متضررینو کورنیو ته د مرستو او خوراکي توکو بستې برابرولو له امله مننه وکړه او وې ویل، په نورو ابعاد کې به هم له دوی سره کار وکړو.
هرات او پانګونه
جمهوررئیس غني هرات ولایت ته خپلو سفرونو ته په اشارې وویل:
«په داخل کې هیوادوالو ته د کار شرایطو برابرولو په موخه نهه ځله هرات ته تللی او هلته یې پانګونه کړې.»
هغه زیاته کړه، همدارنګه یې د هرات والي او د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته د سلما بند اوبود عادلانه وېش لارښوونه کړې، ځکه هرات پېړۍ پېړۍ نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې لپاره د غلې کندو و.
هغه وویل:
«ټاپي پروژه په حرکت کې ده ، تورغونډۍ او اسلام قلعه بندرونو کې تاسیسات جوړېږي او همدارنګه ځینې نورې پروژې هم تر کار لاندې دي. هغه په ټینګار سره وویل، په اتفاق، همدلۍ او ژمنتیا سره زموږ هڅه د فقر او وزګارتیا له منځه وړل دي.»
ارګ وايي، جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل:
«هیله ده په هغو اساسي او اصولي اقداماتو سره چې تر لاس لاندې دي زموږ او ایران تر منځ د دغسې پېښو مخنیوی وشي او همدارنګه یې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې د شهیدانو او متضررینو کورنیو ته لا ډېره رسیدګي وکړي.»
باید وویل شي چې شا او خوا یو نیمه اونۍ وړاندې ایراني ځواکونو پنځوس افغان مسافر نیولي، له شکنجه کولو وروسته یې سیند ته غورځولي ول چې یو شمیر نادرک، یو شمیر شهیدان او ځیني ژغورل شوي دي.