ارشاد رغاند
د ولسمشرغني د هغې ژمنې خلاف، چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې ملت ته د دوی د سترخوان بدلولو او پراخولو وعده ورکړې وه، د وروستیو ارقامو له مخې لږ ترلږه ۳ میلیونه افغانان د فقر په ترټولو لوړه مرحله کې ایسار دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لانزر د فرانسې خبري اژانس ته په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان د وچکالۍ له ترټولو بد وضعیت سره هم لاس و پنجې نرموي.
سرچینې زیاته کړې، چې د وچکالۍ ترڅنګ د پراخې شوې نا امنۍ له وجې د افغانستان د شمال او لویدیځ له حاصلخیزو کرنیزو سیمو څخه هم لسګونه زره تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړشوي.
د فقر ځپلو په اړه ویل شوي، چې شاوخوا ۳ میلیونه یې په دومره بد حال دي، چې د ډوډۍ خوړلو په درېیو وختونو کې یو وخت هغه هم یوازې وچه ډوډۍ له چای سره خوړی شي.
د حکومت له پامه لیرې بحران
د افغانستان بدبختۍ لکه د یوه انسان د وجود مختلف غړي له یو بل سره نه شلیدونکې اړیکې لري.
د نا امنۍ په اړه راپورونه تردې حده دي، چې د سیګار په ګډون ځینې ادارې د افغانستان تر۶۰ سلنه خاوره د دولت د وسله والو مخالفینو ترولکې لاندې یادوي.
له دغه وضعیت سره د حکومت چال چلند داسې دی، لکه بیخي خیروخیریت چې وي.
حکومت کومه نېمه ورځ، چې له خپلمنځیو ناندریو وزګاریږي، د مشرانو یې او شخصاً د ولسمشرغني ډېر وخت له ملت سره پر نویو ژمنو ضایع کیږي.
هغه کله د اوبو د لویو بندونو د جوړیدو، کله د هوایي دهلیزونو د زیاتیدو او کله د عوایدو د بېساري زیاتوالي خبره کوي، خو منتقدین یې دا هرڅه خیالي او غولونکي ګڼي.
په ټوله کې، له وضعیته داسې ښکاري چې حکومت د اقتصادي وضعیت د ورځ تربلې خرابۍ لپاره نه یوازې کومه ځانګړې پاملرنه نه لري؛ بلکې په مختلفو بڼو هڅه کوي چې دغه بحث یو مخ حاشیې ته شي او د ملت پام هم ترې واوړي.
د حل لارې په توګه
د ملي یووالي حکومت، چې د طرحو په حکومت هم مشهور دی او ځینې خو یې په هره څوومه څوکۍ د یوه اضافي سلاکار د موجودیت له کبله« مشاور داني» یادوي، ښایي په ډېرو برخو؛ په خاص ډول په اقتصادي برخه کې ځان هیڅ ډول مشورې ته مجبور ونه ګڼي.
خو له تخنیکي او مسلکي بحثونو وراخوا یوه عمومي مشوره ورته د فقر د مهارولو او مخنیوي لپاره دا کیدای شي، چې له نړیوالو مرستو او حکومتي امکاناتو وراخوا له فقر سره د مبارزې لپاره پر دودیزو لاروـ چارو تمرکز وکړي.
موږ د یوه مسلمان ملت په توګه کولای شوو، خپل دیني علما همغږي او هم له ټولنیزو او مدني بنسټونو سره په ګډه بېوزلو ته د لاسنیوي پراخ کمپاینونه وکړو.
دا هرڅه هغه مهال ممکن او ډېر موثر دي، چې رسمي او حکومتي ملاتړ ولري.
په اوسني وضعیت کې، چې حکومت د هرې ستونزې له بحث کیدو سره په یوې نوې ژمنې د ستونزې بحث حاشیې ته وړل غواړي او له هر بحث څخه د خپلو لړزانده پښو د صدمې وېره لري، ستونزمنه ده چې د فقر او وچکالۍ ترڅنګ د نورو داسې جدي ستونزو د حل لپاره پاشلې هڅې پایله ورکړي.