په ۲۰۱۴ کې بهرنۍ مرستې پرافغانستان کمیدې او ورسره د ولسمشرۍ ټاکنې کیدې.
اشرف غني احمدزی د دغو ټاکنو یو نوماند و، هغه د نورو غوړو ژمنو ترڅنګ دا ژمنه هم وکړه، چې د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راولي.
غني چې پخوا د مالیې وزیر او د نړیوال بانک لوړپوړی مامور پاتې شوی و، نورې ښې اقتصادي طرحې او ژمنې هم لرلې.
د هغه له اقتصادي ژمنو څخه د نوموړي ټاکنیزو کمپاینرانو خاصه استفاده وکړه.
په ۲۰۱۴ ټاکنو کې د ده د پلویانو تر ټولو مشهور شعار (غني ته رایه، غني افغانستان ته رایه) و.
تازه زیات شوی فقر، بې کاري، ځوانانو ته د زده کړو او کار ستونزمن فرصتونه او د فساد او زورواکۍ څخه د خلکو زړه خوړنتیا د دې سبب شوه، چې یوه لویه برخه خلکو د افغانستان په شان په دودیزه ټولنه کې له دودیز چاپېریال او ارزښتونو سره نا اشنا تکنوکرات او له لویدیزه راغلي غني ته رایې ورکړې.
پایله یې څه شوه؟
افغانستان به پرمختګونه هم لري، غني به په اقتصادي لحاظ د افغانستان د ځان بسیاینې په شعار کې لږ که ډېر ښه روان وي، زورواکي به کمزوري شوي وي یا نه او هغه ایډیاله ښه حکومتولي چې غني یې سینه ډبوله، راغلې به وي یا به تشه وعده وه، خو په یو څه چې نه د دروغجنو تبلیغاتو زور رسیږي او نه خپله ولسمشر غني او نور خلک منکریدای شي، د خلکو تش شوي دسترخوانونه دي.
ولسمشر غني څه موده مخکې خپله په یوه وینا کې اعتراف وکړ، چې د جګړې له زیات شویو تلفاتو او نورو ننګونو اخوا لړزونکی فقر د افغانستان یو لوی سرخوږی دی.
ده ومنله، چې نیږدې هر درېیم افغان له لوږې کړیږي او دا وضعیت لړزونکی دی.
ارقام څه وایي؟
د افغانستان ټول نفوس شاوخوا ۳۰ میلیونه اټکل شوی.
د نړیوالو څېړونکو په تازه څېړنو کې د افغانستان ۱۰ میلیونه او ۶ سوه زره خلک د فقر له ګواښ سره لاس و ګرېوان ښودل شوي.
دا ارقام څرګندوي، چې په ټوله نړۍ کې تېرمیلادي کال ۱۳ میلیونه خلک د غذایي مواد له اړخه په بحراني وضعیت کې وو.
دا ارقام د اوړم ۲۰۱۷ کال په پرتله ښه شوي وو، هغه کال ۱۲۴ میلیونه کسان د فقر خطر ځپلي وو.
نور هېوادونه
په یمن کې تر۱۶ میلیونو پورې خلک له سخت فقر سره مخ دي. دغه هېواد د نړۍ تر ټولو ډېر لوږې ځپلي خلک لري.
کانګو بل هېواد دی، چې ۱۳ میلیونه خلک یې له لازمو خوړو محروم او بدې ورځې تېروي.
افغانستان له دغو دوه هېوادونو وروسته درېیم هېواد دی، چې خلک یې د لوږې له بد وضعیته کړیږي.
د افغان حکومت ځواب
افغان حکومت د بهرنیو مرستو کمیدل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر ډېره حده وتل، د فساد موجودیت، د جګړې شدت او له کبله یې په کور دننه د بې ځایه کیدو د ستونزې زیاتوالی د فقر د پراخیدو عمده لاملونه ګڼي.
حکومت په ورته وخت کې د خپلو اقتصادي طرحو او ځینو عملي پروګرامونو یادونه کوي، چې په وینا یې د فقر د لا پراختیا مخه یې نیولې ده.
خو خلک ، حتا غني پلوه هغوی هم مني چې حکومت د اقتصادي وضعیت په مهارولو کې پاتې راغلی او غني به ممکن په راتلونکو ټاکنو کې نه یوازې د اقتصادي ښېرازۍ او دسترخوان ډکولو غوړې ژمنې ونه کړای شي؛ بلکې د تېرو نېمه خوا پاتې ژمنو ځواب ویلو ته به هم حیران وي!