افغانستان کې د غنمو پر یو شمېر ډولونو څېړنې شوې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

راپور: بشر درویش
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د کوهکران په څېړنیز فارم کې د غنمو پر یوشمېر ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې شوي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې څېړنه کې د غنمو شپږ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې چونټ ۱، شیشم باغ، مقاوم۰۹، للمي ۲، مزار۹۹ او کابل ۰۱۳ شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د څیړنو موخه

افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې؛ ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي.
یاد وزارت ویلي؛ ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د څړنیزو پروګرامو هڅې

خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي.
ویل شوي؛ ددې ادارې د پلان پر بنسټ د کوهکران په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

باید وویل شي، چې د کرنې سکټور په برخه کې څېړنې د پرمختګ عمده لامل ګڼل کیږي، دا ځکه چې ډېری کرنیزې ټکنالوژۍ د څېړنیو په پایله کې پراختیا مومي، چې پایله یې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی ده.