بادغیس کې د غنمو ۱۶۲زره مټریک ټنه حاصل؛ له تیر کال ۱۲ سلنه زیات شوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

راپور: بشر درویش
د افغانستان د کرنې وزارت وايي په بادغیس ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د بادغیس ولایت د غنمو له کروندو څخه د کرنې وزارت اخیسل شوې بېلګې ښیې، چې سږکال له دې ولایت څخه ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم راټول شوي، چې د تېرکال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالتواب تایب وایي:

«په تصادفي ډول د اخیستل شویو بېلګو پایلې ښیي، چې سږکال د بادغیس ولایت د اوبیزو غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۳.۴۷ مټریک ټنه او ددې ولایت د للمي غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۲.۱۴ مټریک ټنه ده

په روان کال کې د بادغیس ولایت په ۵۶ زره او ۳۴۶ هکټاره ځمکه للمي غنم او په ۱۱ زره او ۶۱۸ هکټاره ځمکه کې اوبیز غنم کرل شوي دي.

ددې براورد پر بنسټ په ټولیزه توګه سږکال په بادغیس ولایت کې ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم تولید شوي دي، چې د تېرکال د غنمو د حاصلاتو په پرتله ۱۲.۲۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

ولې زیات شوي؟

د بادغیس د کرنې رییس عبدالتواب تایب په خبره، په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی د تېرکال په پرتله د غنمو د کرونو ډېروالی، د غنمو د ودې په موسم کې پروخت او په کافي انداز ورښتونه، د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا پر ۱۶ زره او ۳۴۰ بزګرانو د غنمو ۸۱۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو وېشل دي.
د ا په داسې حال کې ده، چې تېر کال ددې ولایت د اوبیزو غنمو د هرهکټار تولید ۳.۱۴ مټریک ټنه او د للمي غنمو د هر هکټار تولید ۲.۱ مټریک ټنه محاسبه شوې وه. په دې شمېرو سره، تېرکال په ټولیزه توګه په بادغیس ولایت کې د غنمو له ۶۳ زره او ۶۱۸ هکټاره کروندو څخه ۱۴۴ زره او ۱۹۱ مټریک ټنه غنم تولید شوې وه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.