که ګډ ژوند مو له خطر سره مخ وي، شپږ حللارې لرو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

کله چې وینئ واده شوی ژوند مو له منځه تلونکی دی، نو سخت وېرېږئ او کېدای شي بېرته سره پخلا کېدل وغواړئ، خو د دې ژوند پر مخ وړل درته ستونزمن ښکاري. دا آسانه نه ده چې بایللی ژوند دې بېرته سم شي، خو د خوښۍ زېری دا دی چې داسې ځينې لارې شته چې له دې حالته مو باسي. تاسو یو له بل سره مرسته کولای شئ، تر ټولو غټه ستونزه د همدې ربړې د له منځه وړلو څرنګوالی دی، یانې کېدای شي خپلې تېروتنې ومنئ او د واده شوي ژوند د ماتې پر علت پوه شئ. یا هم کېدای شي جوړه سره جلا شي، خو تر طلاق دمخه باید د جلا کېدو پر لامل ځانونه سره پوه کړي.  دلته شپږ داسې لارې درښیوو چې ګډ ژوند پرې سمولای شئ:
۱ – د هغه لامل پېژندل چې یو بل مو وټاکل: لومړی ځل مو چې اقدام وکړ د مقابل لوري په شخصیت کې مو کومه ځانګړنه ولیده چې خوښ مو شو، یا څه شی پکې وو، چې تاسو وغوښتل واده سره وکړئ. ښايي په دې ناورین کې هغه ځانګړنې اصلاً درته اړینې نه وي، خو د مقابل کس تر ټولو غوره ځانګړنې درسره ولیکئ او فکر پرې وکړئ .
۲ – بیاځلي یو بل ته غوږ ونیسئ: په غوږ نیولو کې ځواک وي، خبرې اترې وکړئ، یو له بل سره په اړیکه کې شئ، د ژوند ملګرې/ ملګري ته مو غوږ شئ، دا چاره درسره مرسته کوي چې د ژوند په ستونزو کې نغښتي لاملونه رابرسېره شي .
۳ – د واده د ماتې د لامل په اړه څېړنه وکړئ: زموږ ستونزه چېرته ده؟ ولې غواړو چې سره بېل شو؟ آیا کوم یوه مو د ژوند په اړه بې غوري کړې؟ آیا په ژوند کې مې لا هم لږ خوند شته؟
دا لاملونه مو ګډ ژوند نابوده کوي :
په اړیکو کې خلا (واټن): د اړیکو کموالی کېدای شي د ژوند له منځه وړلو ته مضر وي. که واده مو د له منځه تلو په حالت کې دی، باید اړیکې مو قوي کړئ، ځکه کمزورې اړیکې واده له منځه وړلی شي.
وفا: که یو لوری مو خیانت وکړي، نو د واده پايې لړزېږي او د دواړو ترمنځ باور له منځه ځي .
ناورین: د ژوند ناخوالې ژوند قوي یا کمزوری کولای شي. باید پر دې پوه شئ چې په ناوړه حالتونو کې خاوند/ مېرمن څنګه یو د بل ملاتړ کوي .
۴ – یو له بل سره خبرې وکړئ: په صبر او په زغم سره خبرې وکړئ، آن که نظریات مو یو تر بله یو شان هم نه وي. بیا هم خبرې اترې وکړئ، یو د بل د نظرونو توپيرونه وپوښتئ، په آرامه دلیل او نظر مو ووایاست او له ګډ ژونده مو خپله غوښتنه څرګنده کړئ .
۵ – اجازه مه ورکوئ چې په اړیکه کې مو حواس بلې خوا ته شي: ډاډه یو چې تاسو به نورې بوختیاوې، اولادونه او نور داسې شی ولرئ چې پام مو ځان ته اړوي، خو دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسو ګډ ژوند وګواښي، نو خپل ګډ ژوند مدیریت کړئ .
۶ – بیاځلي اړیکې ته مو لاره ومومئ: د دوه پر دوه سفر چمتووالی ونیسئ. هره شپه څو دقیقې مو نظریات سره ردبدل کړئ. یو له بل سره مینه وکړئ. یو د بل له اړتیاوو ناخبره نه شئ .
۷ – یو بل ته پام وکړئ: کله چې سهار له خوبه پاڅېدئ لومړی یو بل ته سهار پخیري ووایاست، کله چې دندې ته تلئ یو بل په غېږ کې ونیسئ .
۸ – سترګو ته ځیر شئ: د ورځې لږ تر لږه پینځه دقیقې یو د بل سترګو ته وګورئ، سترګې یوازینۍ غوره لاره ده چې د مقابل کس زړه ته پرې ورښکته کېدای شئ .
دا خبرې مرسته درسره کوي چې ژوند مو له ګواښه بچ کړئ، خو په دې شرط چې دواړه دا پرېکړه وکړئ او دا کارونه عملي کړئ .