په جرمني کې یو پخوانی نرس منلې چې 100 ناروغان یې په یو ډول وژونکو پیچکاریو وژلي دي. نوموړې دا اعتراف د خپلې محاکمې په لومړۍ ورځ کړی دی.
دا د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته په جرمني کې د ځنځیرې وژنو تر ټولو لویه دوسیه بلل کیږي.
یو څلویښت کلن نیلس هویګل لا دمخه د ناروغانو د مړینو د نورو دوسیو له کبله زندان کې دی، او نژدې یوه لسیزه بند یې تیر کړی دی.
د سه شنبې په ورځ د جرمني او اولډینبورګ ښار کې چې کله قاضي له دې پخواني نرس وپوښتل چې ایا ښه پر ده لګیدلې نوې تورونه چې وايي، سل ناروغان یې په زهري ستنو وژلي سم دی؟ نیلس هویګل ځواب ورکړ” هو دا هغه څه دي چې ما ترسره کړي دي.“
د محکمې د ننۍ غونډې په پیل کې قاضي وویل ددې محاکمې اصلي هدف دا دی څو د هغو پراخو وژنو ابعاد معلوم کړي چې د جرمني په دوو روغتونونو کې رامنځ ته شوي او د کلونو لپاره پرې څوک نه وو خبر.
په داسې حال کې چې په محکمه د وژل شویو ناروغانو د کورنیو غړي هم ناست و، قاضي زیاته کړه” موږ به هڅه وکړو چې د هغه څه په اړه چې کلونه مخکې ددې دوو روغتونو په خونو کې پېښ شوي ريښتیا معلوم کړو.“
د محکمې په غونډه کې د قربانیانو په درناوي د یوې شیبې خاموشۍ وروسته عامه څارنوالې ډانیلا د ټولو هغو وژل شویو ناروغانو نومونه یاد کړل چې هویګل په زهري پیچکاریو وژلي دي.
څارنوالان وايي، د 2000 م کال څخه تر 2005 م کال پورې هویګل 36 ناروغان د اولډینبورګ په روغتون کې وژلي چیرې چې نوموړې کار کاوه او 64 نور په یو نژدې کلینک کې وژلې دي. ددې څیړنو لپاره تر 130 زیات د مړو جسدونه چې د نرس هویګل تر څار لاندې ناورغان وو څیړل شوي دي.
د وژل شویو ناروغانو کورنۍ د سیمې روغتیايي چارواکي ملامتوي چې د اوږدې مودې لپاره یې ددې وژونکي نرس مخه نه ده نیولې او هغه یې پرېښی چې په روغتون کې وژنې ترسره کړي.
هویګل په 2005 م کال کې هغه مهال ونیول شو چې یو ناروغ ته یې یوه داسې پیچکاري کوله چې ډاکتر ورته نه وه لیکلي. نوموړی په 2008 م کال کې په همدې دوسیه کې د قتل په هڅه مجرم وګڼل شو او په اوه کاله بند محکوم شو.
خو په هویګل باندې په 2014 م کال کې د وژل شویو ناروغانو د کورنیو له خوا بیا عریضې وشوې او دا ځل د پنځو وژنو او د وژنو د هڅو په تور په 15 کاله بند محکوم شو.
له دې وروسته هویګل خپل روانشنانس ته د 30 نورو ناروغانو په وژلو هم اعتراف وکړ، چې وروسته تر دې اعتراف څیړونکو په هغو دوو روغتونو کې د مشکوکو مړینو په اړه پراخې پلټنې پیل کړې چې دې نرس په کې کار کړی و. څیړونکي وايي، ښايي ددې نرس د قربانیانو وروستی شمیر تر 200 زیات وي خو ښايي هیڅکله یې دقیق شمیر ځکه څرګند نه شي چې د ګڼو مړو جسدونه له مرګ وروسته له منځه وړل شوي دي.
ګومان کیږي چې دې جرمني نرس د خپلو ناروغانو د وژنو لپاره تل له یوې طریقې کار اخیستی. لومړی یې دوی ته داسې درمل پیچکاري کول چې د هغوی زړه ودریږي او بیا یې ناکامه هڅه کوله چې په وروستۍ شېبه کې د هغوی پر سینه د فشار راوړلو په نتیجه کې د هغوی زړه بیرته په ضربان راولي.
د هویګل د دومره پراخو وژنو انګیزه نه ده معلومه، خو څارنوالان وايي، هغه په بې پروایۍ او حماقت سره غوښتل خپل مهارتونه و ازمویي چې وګوري کولی شي، یو ودریدلی زړه بیرته په حرکت راولي کنه؟
د څارنوالانو په وینا هغه یوازې دا کار د ساعتیرۍ په خاطر کاوه.
د هویګل په قربانیانو کې د 34 کلنۍ څخه تر 96 کلنۍ پورې د عمر لرونکي کسان شامل دي.د نوموړې یو روانشناس ویلي” کله چې په هویګل وتوانیده چې یو ناروغ د زړه له دریدو وروسته بیرته په حرکت راولي ده ته به یې د خوښۍ احساس ورکوه او یوازې څو ورځې به صبر و، خو وروسته به یې بیا پر بل ناروغ ورته تجربه کوله. د هویګل د روانشناس په وینا د نوموړې لپاره دا یو اعتیاد یا نشه وه.