د بل ګیټس لور د مصر مسلمان زلمي سره کوژده وکړه

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مهرتاج
په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ دویم شتمنۍ لرونکی، تقریباً د ۱۳۰ کهرب روپو مالک د “بل ګیټس” ۲۳ کلنې لور خپل نږدې ملګري چې د مصري نژادي مسلمان ځوان دی کوژده وکړه.
ټولې نړۍ ته د کمپیوټر سافټ ویئر اسانتیا وړاندې کوونکي “مائیکرو سافټ کمپنۍ ” تاسیس کوونکي بل ګیټس ۲۳ کلنې لور “جینیفر ګیټس ” او د  ۲۸ کلن مصري نژاد لرونکي ځوان ”  نائل نصر ” تر منځ ۴ کاله مخکې اړیکه ټینګه شوې وه.
د بل ګیټس لور جینیفر ګیټس هغه مهال د مصري ځوان سره اړیکه ټینګه کړله، کله چې پدې پوه شوه، چې نائیل نصر بهترین اس ځغاستونکی دی.

کله چې جینیفر ګیټس له مصري ځوان سره اړیکه درلوده هغه مهال د دې پلار د نړۍ ستر سرمایه لرونکی انسان و، چې بل ګیټس به په راتلونکي کې هم تر ډېره د نړۍ سرمایه لرونکي شخص ویاړ لري.
دی په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ دویم شتمنۍ لرونکی شخص اعلان شو، چې په  ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې یو ځل بیا هم د نړۍ سرمایه لرونکی شخص وپیژندل شو، خو د ۲۰۲۰ کال د تازه راپورونو له مخې هغۀ اوس مهال هم د نړۍ دویم نمبر سرمایه لرونکی شخص دی او په ټوله نړۍ کې د شتمنۍ په حساب د آنلاين امريکايي کمپنۍ امازون مشر، جيف بیزوس د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی.
د بلګیټس د لور او د مصري مسلمان ځوان د عاشقۍ کیسې په ۲۰۱۷ کال کې شور جوړ کړی و، او هماغه مهال ددې اوازې خپریدي چې ډېر زر به دواړه سره واده وکړي.

اما د جینیفر ګیټس د ماسټری زده کړو له امله دا واده ممکن نه و، مګر بیا هم پدې موده کې دواړه یو بل ته انتهایي ډېر نږدي او تر منځ یې د مینې محبت اړیکه موجوده وه. تر دې چې یې کوژده وکړه او ښایي ډېر زر د واده په تړون هم وتړل شي.
دواړو د خپلې کوژدې تایید او خوښۍ اظهار له خپل انسټګرام د پوسټونو په ذریعه وکړ.
په داسې حال کې چې جینیفر ګیټس د خپل نامزد سره په واورو پوښل شوې سیمه کې عاشقانه واورین انځورونه ویستي او ورسره یې لیکلي:

 ۱۰ لکه ځلې د نائیل نصر وړاندیز ته هو وایم او همدا زما لپاره بهترین شخص او لومړنی مینه ده.

همدا راز نائل نصر هم د جینیفر ګیټس سره یو ځای اخیستل شوي خپل د کوژدې انځورونه خپاره کړي، په کوم کې چې د ګیټس لور د کوژدې ګوتمه په لاس ښودل شوې ورسره لیکلي دي:

جینیفر ګیټس زما وړاندېز ته په هو ویلو سره زه د نړۍ بختور سړی کړم.

نائیل نصر، جینیفر ګیټس ته د مینې اظهار په کولو لیکي:

ته زما هر څه یې، اوس یوه لحظه هم له تانه د لېري کېدو تصور نشم کولای، غواړم چې دواړه یو ووسو.

باید وویل شي چې د نائل نصر والدینو په عرب هیواد کویټ کې د آرکټیک یوه کمپنۍ مخته وړله، چې د کاروبار په سلسله کې ۳ لسیزي وړاندې له مصر څخه کویټي ته تللی و.
نایل نصر په امریکا کې زیږیدلی، خو په کویټ کې یې روزنه شوې، چې لوړي زده کړي یې هم په امریکا کې ترسره کړي دي.
نایل نصر او جنیفر ګیټس د امریکا په ” اسټین فورډ ” پوهنتون کې ماسټري ترسره کړي ده، په داسې حال کې چې نایل نصر په ۲۰۱۳کال کې او جینیفر ګیټس په ۲۰۱۸ کال کې ماسټري کړي ـ او دواړه د آس ځغاستي مینوال دي.