کرېس ګېل خپلې هیرې کړي، د رسل د شپږیزو صفت یې شروع کړی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

کرېس ګېل چې د کرکټ په نړۍ کې د هسکو شپږیزو له امله د شپږیزو په پاچا مشهور دی، خپلې شپږیزې یې هېرې دي او د رسل د شپږیزو توصیف یې کړی دی.
په هر ډول لوبو کې پر ویسټ انډیزي توپ وهونکو باور نه وي پکار، هر ډول ویسټ انډیزی توپ وهونکی د شپږیزو هلو وړتیا لري، دوی چې شپږیزې ونه وهي زړونه یې خارښ کوي او د شپږیزو لپآره درانده بېټونه په منګولو کې نیسي او توپونه له بونډریانو اړوي.
په ډېری هېوادونوکې سوداګریز کرکټ لیګونه د تورو ویسټ انډیزیانو په شپږیزو ښایسته وي، د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ، ټي ټېن لیګ، بېګ باش لیګ، آې پي ایل لیګ، بنګله دېش لیګ، پاکستان لیګ، د انګلستان بلاسټ سیالۍ، د افریقا مزانسي کرکټ لیګ، د کاناډا ګلوبل کرکټ لیګ او د سي پي ایل لیګ هغه نړیوال سوداګریز کرکټ لیګونه دي، چې لسګونه ویسټ انډیزیان پکې د بالرانو زړونه له توپ اچونې ورتوروي او شپږیزې د ننداره کوونکو منځ ته ورغورځوي.
د لسګونو ویسټ انډیزیانو په منځ کې بیا درې لوبغاړي په هیټ او شپږیزو کې خورا مشهور دي، کرېس ګېل د شپږیزو پاچا بلل کېږي، کېرون پولارډ ځواکمن توپ وهونکی او د قوي عضلو خاوند دی او رسل بیا د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل تر ټولو باارزښته او د لوړ سټرایک رېټ څښتن لوبغاړی دی.
هغه په سږ کال آې پي ایل کې په ۵۲ شپږیزو وهلو سره لومړی مقام واخېست او بالران یې په خپلو بې رحمه شپږیزو تر پوزې راوستل.
د شپږیزو پاچا کرېس ګېل له کرېک انفو وېب پاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې زما شپږیزې منم چې هسکې دي؛ خو د رسل شپږیزې بیا لکه د راکټ مرمۍ چټکې دي.
485151 gayle russell odis 700 کرېس ګېل خپلې هیرې کړي، د رسل د شپږیزو صفت یې شروع کړی
هغه ویلي له ما وروسته دې لوبډلې له رسل څخه ووېرېږي، نوموړی د رسل په اړه وایي، هغه خورا وېروونکی لوبغاړی دی او بالران په اسانۍ ترې نه شي خلاصېدای.
د ۳۱ کلن رسل او ۳۹ کلن کرېس ګېل شپږیزې
په تېرکې کرېس ګېل په خپلو شپږیزو پاکستانی الراونډر شاهدخان افریدی ننګولی و او له هغه څخه په شپږیزو کې مخکې شو، شاهد افریدي د نړۍ په هر ډول کرکټ کې ټولې شا او خوا ۵ سوه شپږیزې وهلي؛ خو کرېس ګېل یواځې په څلور ډوله لوبو، ټېسټ، یو ورځنیو، شل اوریزو او آې پي ایل لیګ کې ټول ۸۴۳ توپونه د ننداره کوونکو منځته له پولو بهر لېږلي دي.
په دې شپږیزو د نورو لیګونو شپږیزې نه دي شاملې.
ګېل په ټېسټ لوبو کې ۹۸، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۱۴ ، شل اوریزو لوبوکې ۱۰۵ او په آې پي ایل سیالو کې ټولې ۳۲۶ شپږیزې وهلي.
کرېسټوفرهېنري ګېل په دې څلور ډوله لوبوکې ۸۴۳ شپږیزې له پولو اړولي دي.
بل پلو بیا رسل چې له کرېس ګېل څخه اته کاله کشر دی او کرکټ یې هم ترې کم کړی، په یو ورځنیو، شل اوریزو او آې پي ایل سیالیوکې ۲۰۶ شپږیزې پوره کړي.
رسل په یو ورځنیو لوبو کې ۵۴ ، په شل اوریزو لوبو کې ۳۲ او په آې پي ایل سیالیوکې یې ۱۲۰ شپږیزې وهلي دي.
دا چې رسل به په نړیوال جام کې څومره شپږیزې ووهي؛ معلومات نشته او لوبوکې به یې پته ولګېږي؛ خو رسل وار له مخه ویلي، چې نړیوال جام به په خپلو هسکو شپږیزو ښایسته کړي او د آې پي ایل شپږیزې به بالرانو ته دعا وګرځوي.