ژباړه: شپنه سلګۍ
ګرمکۍ د پوستکي هغه ناروغي ده چې يوازې د ګرمۍ په موسم کې د انسان په بدن را پيدا کېږي.
لمر ته ډېر ګرځېدل، تر لامبلو وروسته له لمدو جامو سره يا لوڅ لمر ته کېناستل د دې ناروغۍ لاملونه دي.
يو شمېر خلک د ګرمکيو او د پوستکی پر مخ د نورو دانو ترمنځ توپير نه شي سره کولی، ګرمکۍ په کم وخت کې د بدن په زياتو برخو را پيدا کېږي. ګرمکۍ خارښت او سوی هم لري.
د ګرمکيو ګرول د دې دانو د زياتېدلو لامل کېږي. ګرمکۍ د پوستکي ناروغي ده چې په ګرمۍ کې د انسان په بدن راخېږي. په بدن د هر ډول دانو د پيدا کېدلو په حالت کې د پوستکي متخصص ته د ناروغ تلل اړين او په خپل سر درمل کارول زيانمن دي.
د پاکو جامو اغوستل، په لوڅو ډډو او لمدو جامو کې لمر ته نه کېناستل او د لمبا پر مهال له پاکو اوبو ګټه اخيستل د ګرمکيو په مخنيوي کې ګټور تمامېږي.