ګردیز کې دوه سربندونه او کانالونه جوړیږي؛ زرګونه جریبه ځمکه به خړوبوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
راپور: بشر درویش

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو او صادق خېلو د سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ډېر ژر به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
یاران uncategorized 749 ګردیز کې دوه سربندونه او کانالونه جوړیږي؛ زرګونه جریبه ځمکه به خړوبوي
د افغانستان د کرنې وزارت چارواکو د یاد ولایت چارواکو له قوله وایي، چې د صادق خېلو د سربند او کانال چارې ۶۶ سلنه او د رحمت خېلو د کانال او سربند د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د ځمکې خړوبول

د یادو سربندونو او کانالونو په جوړېدو سره زرګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي او زرګونه کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي. دغه پروژه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلیږي، د روغولو چارې یې په بشپړېدو دي.
یاران uncategorized 750 ګردیز کې دوه سربندونه او کانالونه جوړیږي؛ زرګونه جریبه ځمکه به خړوبوي
کرنې وزارت ویلي؛ ددې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د یادو سربندونو او کانالونو د تر پوښښ لاندې ځمکو کرنیز محصولات به هم د پام وړ زیات شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.