پخوانی هندوستانی کپټان، راشدخان ته ګوته په غاښ دی؛ وایي راشد کمالي دی او لوبډلې نړوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هندوستان نامتو ټاپ ارډر توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر سوراف ګنګولي د راشدخان توپ اچونې ته ګوته په غاښ دی او ورته سلامي کوي.
ګنګولي چې د هندوستان مجرب کیڼ لاسی توپ وهونکی و او په اف سټم یې د شپږیزو په وهلو کې نوم ایستلی و، اوس یې د راشدخان په ستاینه شونډې خوځولي دي او هغه یې د نړۍ له مجربو کرکټرانو بللی دی.
ګنګولي د سپورټس په نوم وېب پاڼې ته ویلي دي، چې راشدخان د کمال لوبغاړی دی او هغه د نورو لوبډلو لپاره نړوونکی دی.
ګنګولي د راشدخان لپاره د کمال لوبغاړي کلمه کارولې ده، په هندوستان کې د کمال کلمه د هغه چا لپاره کارېږي، چې هغه خورا ستره کارنامه او یا هم شهکار وکړي؛ نو د ګنګولي له خولې راشدخان ته د کمال کلمه هغه مهال ووته، کله یې چې د ډیلي لوبډلې توپ وهونکي په مېډن اوور سره وننګول، راشدخان د لوبې پنځلسم اوور د کولېن منرو او اکسر پټېل په سوځولو سره مېډن پای ته ورساوه.
Rashid KKR پخوانی هندوستانی کپټان، راشدخان ته ګوته په غاښ دی؛ وایي راشد کمالي دی او لوبډلې نړوي
دا مهال لوبه راشدخان پنځوس سلنه حېدراباد لوبډلې ته راواړوله.
کله چې راشدخان اوور مېډن کړ؛ نو ګنګولي خپله لوبډله د مغلوبېدو په هنداره کې لیدله او په پاویلین یا دمه ځای کې خورا نا ارامه و.
که څه هم لوبه خورا ښه وه، خو د کېن ویلیمسن له خوا پر بېزل تمپي د اتلسم اوور اعتماد د ویلیمسن ستره تېروتنه وه او د لوبډلې د مغلوبېدو اغاز شو.
بېزل تمپي په اتلسم اوور کې د راشدخان د پنځلسم اوور خواري په سیند لاهو کړه او ۲۲ منډې یې ورکړې.
که دا اوور خلیل احمد ته ورکړل شوی وای؛ نو بریا د حېدراباد وه او د لوبې غوره لوبغاړی به راشدخان اعلانېده؛ خو د تمپي اوور هرڅه په اوبو لاهوکړل.
خو د بونېشور کومار په اوور کې د محمدنبي له خوا د شېرفېن رترفورډ او رېشاب پنټ کېچونه نیول، هغه څه وو، چې د حېدراباد هیلې یې ژوندۍ کړې.
لوبه د زړونو له اوږدې درزا وروسته ډیلي کپېټلز وګټله او حېدراباد لوبډله یې له ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالیو څخه بهر کړه.
ګنګولي چې د ډیلي لوبډلې د توپ وهنې برخې روزونکی دی، د راشدخان توپ اچونه خورا اغېزناکه یاده کړې او هغه یې د نړۍ ستر لوبغاړی بللی دی.
sei 10525913 پخوانی هندوستانی کپټان، راشدخان ته ګوته په غاښ دی؛ وایي راشد کمالي دی او لوبډلې نړوي
تر دې وړاندې ایم ایس ډوني، ویرات کولي او ځېنې نورو لوبغاړو د راشدخان صفتونه کړي وو او هغه یې د نړۍ غوره توپ اچوونکی بللی و؛ خو اوس یې ګنګولي هم په صفت ژبه وښوروله او هغه یې د مقابلې لوبډلې لپاره له فساد او خطر ډک لوبغاړی وباله.
ګنګولي د ایم ایس ډوني لوبډلې سره د مخ کېدو په اړه هم نظر ورکړی دی، هغه ویلي دي، چې ډوني هم یو انسان دی او زمونږ لوبډلمشر شیریاس ایئر هم یو انسان او کولای شو، چېنای ته ماته ورکړو او پایلوبې ته لار ومومو.
نن ماښام شپږنیمې بجې ډیلي کپېټلز لوبډله د چینای سوپرکېنګز لوبډلې پر وړاندې د پایلوبې تګ لپاره بخت ازمایي.