لیکنه: مهر تاج
«ګنګا» یو له هندوستان د مهمو دریابونو څخه دی، چې دغه دریاب د «هومالیا» له غرونو څخه سروکی کوي چې د ۱٧٠۰ میله ډېر اوږده مزله وروسته له بنګال خلیج سره یو ځای سمندر ته بهېږي.
ګنګا دریاب د هندوستان د مهمو زراعتي، تولیدي او اقتصادي ښارونو څخه تېریږي، چې ډېره لویه زراعتي سیمه هم خړوبوي.
د ملیونونو هندیانو د څښاک اوبه له همدغه ګنګا دریاب څخه دي.
خو له بده مرغه د محیط د ککړتیا د نفوس ډېروالي او د تولیدي فابریکو د نه پاملرنې په وجه، چې همېش فاضله مواد دغه دریاب سره یو ځای کېږي.
د دغه دریاب اوبه صرف خړي یا کثیفه نه دي، بلکې زهرجنې هم دي.
د ګنګا دریاب د سلګونو سلطنتونو او حکمتونو د عروج و زوال شاهد هم بلل کېږي. شا و خوا ۲۷۰۰ کیلومټره پراخوالي لري.
د ګنګا دریاب هندو مذهب کې مقدس بلل شوی دی. دوی د دغه دریاب اوبه شفاء بښونکې، مقدسي یا سپیڅلې بولي.
هندو مذهبي په دې اوبو لامبي، په اوبو کې ناست په عبادت بوخت وي او د هندو مذهب پر بنسټ و عقیده په دغه اوبو لامبل د انسان ګناه پاکوي، او څښل یې د هر مرض شفاء و نېکمرغي ده.
هغه هندو مذهبي چې د ګنګا د لمنو لري اوسېږي، د ډېرو مزلو ورسته دغه مقدسو اوبو ته ځانونه رسوي، چې پکې د لمبېدلو او عبادت څخه ورسته ځانونه د ګناهونو پاک احساس کړي او د دغه دریاب اوبه خپلو دوستانو او عزیزانو ته د ډالۍ په توګه هم له ځانونو سره یوسي.