لیکنه: عبدالله عادل
د تیري میاشتي (اپرېل) پر ۱۵ مه هند نړیوال جام ته ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.
د لوبډلې له اعلان مخکي ډیری په دې باور وه، چي امبټي رایډو به په نړیوال جام کي د هند لوبډلي برخه و اوسي خو برعکس د هند غوراوي کمېټې هغه انتخاب نکړ.
اوس پوښتنه داده چي د امبټي رایډو په نشتون کښي به پر څلورم پوزیشن څوک توپ وهنه کوي؟ هغه پوښتني چي د ټولو ذهنونو کښي یې ځای موندلی.
د هند غوراوي کمېټې مشر پرساد د لوبډلي د اعلان پر مهال ویلي وه چي د څلورم پوزیشن تشه به ویجې شنکر ډکه کړي خو د نوموړي دغه نظر د ډیرو د خوښي وړ ندئ.
د هند مخکښ کرکټ لوبغاړی ګاتم ګمبیر په دې باور دی چي په مېډل ارډر په ځانګړي ډول څلورم پوزیشن کي راهول ښه انتخاب کېدلای شي.
راهول د ۲۰۱۹ کال ای پي ایل په تجارتي سېالیو کښي د پنجاب لوبډلې لپاره د اُپنر په توګه ولوبېد چي په ۵۹۳ منډو سره د یاد کال دوهم مخکښه توپ وهونکی وو.
په راروان پنځوس اوریزه نړیوال جام کښي راهول د بک اپ اُپنر په توګه اخیستل سوی چي د شیکردهون یا روحیت شرما تر منځ د یوه په نشتون کي به لوبه پیلوي.
د ګمبیر په قول چي راهول د منځي توپ وهونکي په توګه ښه ثابتیدلی سي او ددې توانایي هم لري چي د اړتیا په صورت کښي چټک ولوبېږي.
ګمبیر دا خبره د سټار سپورټ سره د سیټ د جایزو د ورکړې په پروګرام کښي کړې.
ګمبیر” دا پرېکړه په اداره پوري اړه لري چي څوک لوبوي خو دا پرېکړه مشکله ده او زما په نظر د څلورم پوزېشن لپاره راهول ښه انتخاب دئ, راهول له شنکر او کارتیک څخه غوره او دا مهال په ښه حالت کي دی او هغه به خپل دا ښه حالت نړیوال جام ته هم ولېږدوي”.
د ګمبیر په وینا د هند تر څنګ انګلنډ او اسټرالیا هغه لوبډلي دي چي کولای سي د نړیوال جام ګټوونکي لوبډلي وګڼل سي.
۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام د رواني می میاشتي پر ۳۰ مه نېټه د کوربه انګلنډ او جنوبي افریقا لوبډلي په لوبي سره راپیلیږي.
د یادوني ده چي د هند لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي جون میاشتي پر ۵مه له جنوبي افریقا سره ترسره کړي