ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
هندي پوه پرمودا باترا وايي چې په یو ګیلاس اوبو سره کولی شو ستر اورونه مړه کړو. همداسې ګناه هم هغه ستر اور دی چې کولی شي د انسان دنیا او اخرت وسوځوي، نو پکار ده چې د دې اور مړه کولو پهپار له همغو لومړیو شېبو یې د مهارلو هڅې وکړو.
ښه انسانان، خصوصاً مسلمانان هڅه کوي چې د ګناه په خړو اوبو کې ګیر نه شي او د منفي افکارو له بندخونې ځانونه وساتي. دا کار اسانه هم نه دی چې څوک دې په نامناسب چاپېریال کې ځان له ګناهونو وژغوري، خو هر کار ته یوازې ټينګه اراده او تکل پکار وي. دلته مو له ګناه د ځان ساتلو ځينې لارې په نښه کړي.
۱ – لومړنی ګام له خراب چاپېریاله ځان ساتل او له ناوړه ځایونو لرې اوسېدل دي. ناوړو ځایونو کې اوسېدل، هلته تګ راتګ ډېرې بدې پایلې لري او خامخا پر انسان اغېز پرېباسي، خو ځينې کسان ترې مستثنا دي، لکه حضرت یوسف علیه سلام چې خراب چاپېریال ته ورننووت، د دې پر ځای چې دی اغېزمن شي، هغوی یې اغېزمن کړل. په ماڼۍ کې یې د هغه ځای وګړي او په زندان کې یې بندیان اصلاح کړل.
مثلاً که چېرته غیبت روان وي، موږ ورنه شو، تر هغو به یې له ناوړه اثارو بچ یو، خو که ورغلو، دې مردار ډنډ کې به موږ هم ورننوتي یو.
۲ – له هغو ملګرو، یارانو، اشنایانو او خپلوانو لرې اوسېدل چې په ګناهونو کې ډوب دي. یوه مشهوره خبره تل موږ کوو چې هر څوک غواړې وپېژنې، ملګري یې وپېژنه. له ګناه د ځان ساتلو په خاطر باید له بدو او ګناهکارو ملګرو ځان وساتل شي. علي رض وايي: “د انسان طبیعت د نورو وکړو له کړو وړو رنګ اخلي، نو له ښو سره وګرځئ چې له ښو کسانو وشمېرل شئ.”
۳ – وزګاري او بېکاري له شیطان سره د ملګرتیا لامل کېدی شي. هېڅکله بېکاره مه کېنئ. ۲۴ ساعتونه مو ۳ برخې کړئ ( ۸ ساعته خوب، ۸ ساعته کار، ۸ ساعته نور مو په تفرېح او مناسبو کارونو ډک کړئ)، یانې ۸۸۸ فورمول وکاروئ، مثلاً: ۱/۵ ساعته مطالعه یا تلاوت، ۱ ساعت عبادت، نیم ساعت ورزش، ۱ ساعت له مېرمن/خاوند سره تېرول، ۱ ساعت له اولادونو سره، ۱ ساعت له خپلوانو/ ملګرو سره( ټلیفوني/ حضوري)، ۱/۵ ساعت له ځينو رسنیو ګټه اخیستل یا د سمو خپرونو څارل.
۴ – له هغو کارونو ځان ساتل چې په نورو کې یې ووینو او خوښ مو نه شي. لقمان حکیم ته یې وویل چې ادب دې له چا زده کړ، هغه ورته وویل له بې ادبانو.
۵ – د سترو شخصیتونو (دیني/ افغاني/ نړیوال) د ژوندلیک پر لوست او مطالعې ځان بوخت کړئ، خامخا اغېز درباندې کوي.
۶ – د غریزو او شهوت لاملونه او پاروونکې توکي( فلمونه، کتابونه، سندرې، انځورونه…) لرې کړئ.
۷ – د ګناه د پرېښودو خوږلني او د ګناه کولو تریخوالی او بېخوندي مو په ذهن کې پېچکاري کړئ. تېر ژوند مو درپه یاد او راتلونکي ته مو پام وکړئ.
۸ – پر مودا باترا وايي چې ستر اورونه په یو پیاله اوبو مړه کېدی شي، خو چې له اورلګېدنې سره سم دا کار وشي، یانې کله مو چې ګناه کوله او زړه کې مو اور بل شو، هماغه وخت یې مهار کړئ.
۹ – توبه، استغفار، ذکر او عبادت هېڅکله بې پایلې نه دي. تل دا دعا وایئ: “استغفرالله ربی و اتوب الیه.“