د ځان غوښتني ۵ کړني چي ژوند مو تباه کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: نوراحمد فضلي
ځان خوښه کړني کولای سي چي ستاسي پر ژوند باندي منفي تاثیرات پرېږدي. په دې ليکنه کي ۵ هغه رایج ترین چلندونه درته ذکر کوو چي شوني دي له پوهېدو پرته همدا اوس ستاسي په ګډ ژوند کي وي. باید دا چلندونه وپېژنئ او له هغو د مخنیوي روشونه هم زده کړئ.
ډېری جوړې (مېرمن و خاوند) چي د کورنۍ مشاورینو ته ورځي، دواړه اړخونه ښه نیت و قصد لري او غواړي چي خپلي اړیکي دوامداره کړي او په پای کي متوجه کېږي چي اړیکه ئې کوم ځای ته رسېدلې ده – همدا ۵ ځان خوښه کړني دي.
1. دا چي د خبرو اترو یا بحث په جریان کي ددې پر ځای چي د مقابل اړخ خبرو ته غور وکړئ، له ځان څخه دفاعي حالت غوره کوئ.
دا یو خورا مروج ترین عادت و رفتار دئ چي په ګډ ژوند کي لیدل کېږي. افراد معمولاً د خپلو ستړیاوو او مشکلاتو په باره کي ښې خبري کوي او هغوی ښکاره کوي خو کله چي د مقابل اړخ د خبرو وار را رسېږي، بیا نو دفاعی حالت غوره کوي. همدا ددې سبب کېږي چي د ژوند ملګري خبرو ته سم غوږ کښېنږدي. زموږ سپارښتنه دا ده چي د ژوند د ملګري خبري مو په ښه ډول سره واورئ او کوشش وکړئ چي څه درته وايي، پیغام ئې له هر ډول تمسخر او بې احترامۍ پرته، صحیح او سم ترلاسه کړئ. حتا که کولای سئ د ژوند د ملګرو خبري مو یاداښت کړئ دا ستاسي د تمرکز زیاتولو او لوړولو له پاره ګټور روش دئ.
2. دا چي د خپلو شخصي یا ګډ ژوند د مشکلاتو په باره کي د ژوند له ملګري سره خبري نه کوئ
دا خو طبیعي ده چي هیڅ انسان د بل انسان په دماغ کي پر تېرېدونکو څیزونو نه پوهېږي، ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې هم له دې قاعدې مستثنی نه دي. دا به ډېره ځان خوښوونکې یا ځان غوښتونکې وي چي هغه دي کټ مټ وپوهېږي چي څه خبره ده او څه ستونزه لرئ او ستاسي سره مرسته وکړي. شونې ده چي ستاسي کاري فشارونه وي، مالي اندېښنې یا ستاسي د ژوند ملګري رفتار وي چي ستاسي له پاره ځوروونکی وي. په دې نوملړ کي هرڅه راتلای سي. که تاسي ئې په اړه خبري ونه کړئ، دا یو د بل د خښم، کینې او آزار سبب کېږي. یو د بل سره خبري کول او یو وبل ته غوږ ایښودل ستاسي یو شمېر زیاتي ستړیاوي او ناراحتۍ لېري کولای سي.
3. دا چي همېشه شک او ګمان کوئ
د ځان خوښوني یا ځان غوښتني د کړنو له مخکینیو عواقبو څخه یو دا دئ چي د مقابل اړخ د چلند په اړه حدس او ګمان وکړئ. کله چي پر افرادو باندي سټریس او فشار زیات سي، هم شونې ده چي د ژوند له ملګري سره ئې رفتار و سلوک بدل سي. شونې ده همېشه عصبانی و ژر غُسه کېدونکي سئ او دا سلوک مو ددې سبب کېږي چي مقابل اړخ هم ستاسي په وړاندي جبهه ونیسي او ناراحته و عصبانی سي. بهتره خو دا ده چي په مناسب او بهترین حالت کي کوم اړخ چي سټریس او فشار لري د خپل ژوند له ملګري سره خبري وکړي خو دا چي موږ انسانان هیڅکله بشپړ او بې نقصه نه یوو، شونې ده هیڅ ونه وایو – نو په دې وخت کي د مقابل اړخ مسئولیت دئ چي په نرمۍ او لطافت سره موضوع را وړاندي کړي او د ژوند د ملګري د ستونزو په مورد پوښتنه وکړي. کله چي غواړئ دا کار وکړئ، پام مو وي چي خپل وار دمخه قضاوتونه به څنګ ته کوئ. په بل عبارت، داسي تصور ونه کړئ چي د ژوند ملګری/ملګرې مو پر تاسي د حملې او ستاسي د آزارولو نیت کړی دئ، پر ځای ئې ځان ته ووایاست چي هغه اوس هم هغه کس دئ/ده چي تاسي انتخاب کړی او پر مئین یاست.
4. دا چي یوازي د خپلو جنسي اړتیاوو په فکر کي یاست او د ملګري جنسي اړتیاوي مو نه ور پوره کوئ.
جنسي اړیکه د ګډ ژوند خورا مهمه برخه ده او د ډیرو جوړو چي د کورنۍ مشاورې ارواپوهانو ته ورځي هم همدا ستونزه وي. د جنسي اړیکي ستونزه معمولاً د افرادو د جنسي میل او له هغه څخه د تمي په مېزان و تفاوت کي وي. ډېره مهمه ده چي یو د بل سره په دې اړه وږغېږئ. په دې کي هیڅ مشکل نسته چي د خپل ژوند د ملګري سره د جنسي اړیکي څخه د خپلو توقعاتو په باره کي وږغېږئ. کله چي یو د بل له توقعاتو خبر سواست، باید کوشش وکړئ هغوی په نظر کي ونیسئ او ورته درنښت وکړئ. په دې اړه یو د بل سره خبري کول خورا ډېر اهمیت لري.
5. دا چي یوازي د ژوند د ملګري هغو کړنو ته فکر کوئ چي تاسي ځوروي، نه خپلو هغو کړنو ته چي شوني دي ستاسي د ژوند د ملګري د آزار سبب کېږي!
د کورنۍ مشاورینو ډېری مجلسونه په دې جملې سره: (هغه دا کار کوي)، (هغه هغه کار کوي)، سره شروع کېږي. له دې جملې څخه د اخلاقي خصوصیاتو یا کړنو د تحسین او توصیف له پاره استفاده کېږي چي مقابل اړخ لېونی کوي. ددې پر ځای چي پر هغه کار متمرکز سئ چي ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې ئې کوي، بهتره به وي چي هر یو پر خپلو کړنو تمرکز وکړئ، په ځانګړي ډول هغه کړني چي پوهېږئ ستاسي د ژوند د ملګري د آزار سبب دي. زموږ غرض دا نه دئ چي تاسي ځان بدل کړئ. یوازي دومره هم کافي دي چي د خپلو کړنو په نسبت لا ډېر مالومات او آګاهي پیداکړئ او کوشش وکړئ چي هغوی اصلاح کړئ.