هغه دوره چې د ګډ ژوند بنسټ دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • لیکنه: ملیحه ناصري

هغه دوره چې د ګډ ژوند بنسټ دی
دلته د کوژدې په اړه مسایل درته وایو.
په لنډه توګه د کوژدې د دورې ځينې ځانګړنې:
هغه ټکي چې ښايي د ګډ ژوند د پيلیزې په توګه ډېر بسنټیز حیثیت درته ولري.
د کوژدې په دوران کې جوړه یو له بل سره پر دې توافق کوي چې وروسته به بیا نکاح سره وکړي، خو زموږ په افغاني خصوصاً پښتني ټولنه کې چې هر چا ته (هو) وشوه، نو همغه بسنه کوي، د کوژدې او واده ترمنځ پړاو بس همدومره وي چې د پېژندنې دوره ورته ویلی شو، یانې یو د بل پر خوی بلدېدل او د بېلتانه په نامه بیا څه نشته.
د کوژدې دوره باید د کورنۍ تر څار لاندې او د شریعیت مطابق وي. له هر هغه څه ډډه وشي چې خاوند او مېرمن یې سره لري. په دې وخت کې هلک او نجلۍ یو د بل د پېژندنې په خاطر دا حق لري چې د شرعي اصولو مطابق یو له بل سره خبرې وکړي او سره وویني.
د کوژدې دوران باید لږ تر لږه درې میاشتې او ډېره يې څلور یا پينځه میاشتې وي. هغه کسان چې نږدې خپلوان وي دوې میاشتې يې بس دي، خو که خپلوان نه وي بیا ډېر وخت ته اړتیا لري چې یو بل وپېژني. مور او پلار (کورنۍ) باید دوی ته د لیدو کتو زمینه برابره کړي چې یو بل وویني او سمه پرېکړه وکړای شي. (البته زموږ ټولنه کې باید تر کوژدې دمخه له هلک/ نجلۍ پوښتنه وشي چې مقابل کس مني که نه. یا هم دواړه د شریعیت په چوکاټ کې سره مخامخ کړي چې له ظاهري پلوه یو بل وویني.)
زموږ ډېری کورنۍ تر کوژدې وروسته هلک ته دا اجازه نه ورکوي چې خپله کوژدنه وویني، دا لیدل کتل دوی ته بې ننګي او بده کړنه برېښي، خو دا نه پرېښودل بالاخره پر دې پای ته ورسي چې دوه نااشنا کسان تر واده وروسته ګډ ژوند پيل کړي او له همغې لومړۍ ورځې لکه پردی هلک او پردۍ نجلۍ چې سره یو ځای شي یو له بله وېره لري، سټرس، تشویشونه، اندېښنې او بېلابېل سوچونه يې پر ماغزو برید وکړي، همدا نااشناتوب يې د دې لامل شي چې د واده لومړۍ ورځې د دې پر ځای چې سمې تېرې کړي، یو د بل د پېژندلو هڅه کوي. ځینې کسان خو آن لا نوي خبر شي چې د خاوند/ مېرمنې پلانی او پلانی خوی د دوی د خوښې او زغملو وړ نه دی. کومه هڅه چې باید یو د بل په زغملو کې تر واده دمخه وشي، هغه تر نکاح وروسته کوي.
زیاتره کورنۍ شخړې له همدغه نااشناتوبه پيدا کېږي. دا شخړې چې اوږدې شي پر جګړو پای مومي او دواړه کورنۍ له سترو ستونزو سره مخ شي چې بیا دې ته اړ کېږي یو بل وګواښي او د خور/ لور د بېرته ستنولو او ګرځولو خبره وکړي، یا هلک خپله مېرمنه په طلاق وګواښي چې اصلي بې ننګي دلته راپیدا کېږي. د زوم پرېښودل تر (ایجاب/ قبول) وروسته ښه خبره ده چې داوړه کسان یو بل سم وپېژني او له راتلونکو ټولو ستونزو په کافي اندازه مخنیوی وکړای شي.
هېره دې نه وي تر هر هغه واده دمخه چې جوړې یو بل پېژندلي، هغه بریالی واده وي. هر څه ته د یوه بنسټ اړتیا وي چې د واده بنسټ همدا د کوژدې پړاو او اشنايي ده. د شریعیت، عرف او دودونو په پام کې نیولو سره باید هڅه وشي چې جوړه یو بل وویني او له راتلونکو نیمایي ستونزو او ربړو مخنیوی وشي.