له طبي معاينې وروسته څرګنده شوه چې "سپی په کورونا وایرس اخته دی"

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په هانګ هانګ کې، کله چې له طبي معايني څرګنده شوه چې ” سپی په کورونا وایرس اخته دی” نو حیواناتو ته جوړ شوي قرنطین ته یې ولیږداوه.
د AFP خبري اداري مطابق چارواکو د سپي په کورونا وایرس اخته کیدل تایېد کړي او ویلي، ډېر کم داسې پېښېږي چې له انسانه دې حیوان ته ناروغي سرایت وکړي.
له دې علاوه یې ویلي، چې د یاد سپي ۶۰ کلن مالک هم په کورونا وایرس اخته دی.
د هانګ هانګ چارواکو د سپي مختلفو ټیسټونو تر سره کولو وروسته ویلي چې په سپي کې د کورونا وایرس نسبتاً کمزوری دی ـ ولې بیا هم دا سپی د حیواناتو په سینټر کې قرنطین دی.
یادو چارواکو، نړیوالي روغتیایي اداري، د حیواناتو اړوند پوهنتونونو او نور څېړونکو ماهرینو ته د چمتو والي خبرداری ورکړی چې ممکن کورونا وایروس له انسانانو څخه حیواناتو ته هم منتقل شي.
له دې پیښې پېښیدو مخکې تیره اونۍ په هانګ کانګ کې له کورونا وایرس متاثره ټول بیکاره حیوانات د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شوي دي، چې دوه سپي پکې مخکې له مخکې قرنطین و ـ د چارواکو په وینا، بې کاره حیوانات به د طبي ټیسټونو د منفي پایلي په صورت کې بیرته په خپلو خاوندانو وسپارل شي.
د هانګ کانګ تنظیمي چارواکو په وینا، د کورونا وایرس له امله سپیو ته د مرګ خطر نشته،
ځکه ورته وایروسونه په حیواناتو کې عام وي.
په انسانانو کې هم د هغه چا د مړینې سبب کیږي، د چا چې دفاعي نظام کمزوری وي یا له وړاندې په نورونو ناروغیو اخته وي لکه، ایچ آی وي/ ایډز، ساه تنګي او داسي نور…