ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصريfriendship with father
د ټولو خوښېږي چې له خپل پلار سره د ملګرتیا اړیکه هم ولري. کله مو چې پلار خوشحاله وي له تاسو سره هم په خوښۍ چلن کوي. د پلار خوشحالول یو څه سخت ښکاري، خو د سمې کورنۍ لرلو لپاره اړینه خبره ده. که لږ پر خپلو کړنو او هغه چلن، چې له پلرونو سره یې کوئ، تمرکز وکړئ، کولی شي پر ژوند مو مثبت اغېز وکړي.
له پلار سره صمیمي واوسئ!
- له هغه سره یو څه وخت تېر کړئ: دا چې په کاري او رسمي ورځو کې مو پلار ته وخت ځانګړي کول لږ ستونزمن دي، خو که ځان اړ وګڼئ او د ځینو خبرو یا عقایدو په اړه مو خبرې اترې ورسره وکړئ، هغه به در څخه خوشحاله هم شي او کورنی نظام به مو هم ټینګ او سم وي. هر څه چې درته ارزښت لري، د همغه په اړه خبره راواچوئ، کله مو چې پلار خبرې پیل کړې د زړه په غوږو یې واورئ. له حاله یې، له تېر ژونده یې، ځوانۍ او نورو هغو مسایلو چې غواړئ پرې پوه شئ، ځان خبر کړئ. دا بیا کله، چې پلار مو نه وي درسره، یو یاد سړي ته پاتې کېږي او یوه خوږه خاطره شي.
- له جنګ او شخړو ځان وساتئ: کېدای شي د پلار له ځینو خبرو سره موافق ونه اوسئ یا مو هغه د خوښې وړ کار کولو ته پرېنږدي، دلته ستاسو مخالفت نه کول یا غبرګون نه ښودل لږ سخت وي، خو هڅه وکړئ چې ځان کابو کړئ، کله مو چې وینه سړه شوه بیا خبرې ورسره وکړئ. که مو ډېر ماغزه خراب وو، کرار کېنئ یو ګیلاس یخې اوبه وڅښئ، ژوره ساه واخلئ. تل په هغو ټکو پسې ګرځئ چې پلار مو درته د درک وړ ګرځوي. دا چې د کوم کار اجازه نه درکوي ښایي هغه به له بلې زاویې ورته ګوري. دلیل به لري. که مو پلار غوسه و، د غوسې لامل یې وموندئ.
- مشوره ورسره وکړئ: د ژوند په چارو، دفتري کارونو او ملګرتیاوو په اړه مو مشوره وغواړئ. که هغه په دې اړوند کومه تجربه هم ونه لري، خو ممکن چې لږ لارښوونه درته وکړای شي. دا چې تاسو له هغه مشوره وغواړئ، خوشحاله کېږي او ډاډه وي چې ارزښت مو ورکړی دی.
- مینه مو څرګنده کړئ: ورته وښیئ چې څومره درباندې ګران دی. غېږه ورکړئ، لاسونه یې ښکل کړئ، له مینې ډکې خبرې ورته وکړئ. ځینې پلرونه دا کړنې نه خوښوي، یانې ښه نه ورته ښکاري ورته، خو د انسان یوه بنسټیزه اړتیا مینه ده. کېدای شي احساسات در څخه پټ کړي، خو په زړه کې هرو مرو خوشحاله وي. ځینې اولادونه هم د مینې له څرګندولو شرمېږي، خو لږ ځان ارامه احساس کړئ. اړینه نه ده چې د خلکو په مخ کې دا کار وکړئ، مناسب ځای او سمه موقع ولټوئ.
- هغه کارونه وکړئ چې ورته اړین دي: نصیحتونو یې یاد ساتئ، مثلاً هغه وایي چې تل رښتیا وایه، هڅه کوه او داسې نور. که وخت ته پاملرنه او په سمه کارونه یې ټینګار کوي، نو دا کار وکړئ. داسې نه ده چې تل دې دا خبرې درته تکراروي، یوازې یو ځل به یې ویلي وي، خو ټینګار به یې پرې کړی وي. داسې نه چې هر څه وایي تاسو یې ومنئ، هر هغه څه چې ارزښت یې درلود، هم تاسو هم هغه ته.
کورني مسوولیتونه پر ځای کړئ!
- خپلې چارې خپله وکړئ: کېدای شي د پلار مو ځینې کورنۍ چارې خوښېږي چې تاسو یې باید وکړئ، که ستاسو د کور چارې نه وي خوښې او کول یې درته سخت وي، نو په دې اړه ترې مشوره وغواړئ. مشوره یې چې درکړه، بیا نو هغه علمي هم کړئ، که تاسو مشوره وغواړئ او خپلو کارونو پسې لاړ شئ، دا کړنه نه درناوی یا بې احترامي شمېرل کېږي. که مو له یاده وتل، مبایل مو ورته کوک کړئ.
- نوښتګر واوسئ: هغه کار وکړئ چې پلار مو غواړي درته ووایي، خو نه یې وي ویلي، په هر دلیل چې وي، که تاسو ته دا کار وکړئ، یو ناڅاپه به مو پلار خوشحاله کړئ. که دندې ته روان و او کارتوکي یا د اړتیا وړ شیان یې چمتو نه و، ورچمتو یې کړئ. که چای یې نه و څښلی ورتیار یې کړئ. پخلنځی خیرن مه پرېږدئ. د کورخونه بې نظمه او ګډ وډه مه ساتئ.
- خپله خونه پاکه ساتئ: هغه څه چې ډېری مور و پلار غوسه کوي، د کوټې تیتوالی دی. آن که هغه خونه یوازې ستاسو هم وي او څوک غرض نه ورسره لري، خو ورته وښیئ چې تاسو کولی شئ د هغو شیانو مسوولیت پخپله پر ځای کړئ چې په تاسو پورې اړه لري. له خوبه چې پاڅېدلئ، بړستن، کمپله او هر څه چې و قات یې کړئ. کوټه کې داسې انځورونه مه راځړوئ چې د پلار پر وړاندې ستاسو شخصیت راټیټ کړي.
- له انټرنېټ او مبایل سره احتیاط کوئ: که ستاسو د کرېډټو پیسې پلار درکوي، نو هڅه وکړئ چې بېخي پر ځای او مسوولانه یې وکاروئ. کوم محدودیتونه یې چې درباندې وضعه کړي، لکه کوم شیان وکاروه، کوم مه کاروه، څه رقم پوسټونه وکړه یا ډېر نېټ مه کاروه، هغو ته پام کوئ. هڅه وکړئ د دسترخان پر سر په مبایل کې ګوتې ونه وهئ. که چېرې ځوانان او په هر څه پوه وئ، خپله پوهېږئ چې څه وکړئ او څه نه.
- خویندو ورونو ته پام کوئ: خویندې او ورونه چې سره اتفاق او یووالی ولري، پلار خوشحاله وي. داسې نه چې هغه له دندې ستړی ستومانه راشي، یوې خواته ورونه سره نښتي وي، بلې ته خویندې.
- په ازموینو کې نومرو ته پاملرنه: درس وایئ، مطالعه کوئ او نومرو ته مو پام کوئ.
- ښه او سم ملګري وټاکئ: له داسې کسانو سره ملګرتیا وکړئ چې مثبتې اخلاقي ځانګړنې ولري. داسې نه چې تاسو په ملګرتیا کې له لارې وباسي. له ملګرو مو په پټو سترګو تقلیدونه مه کوئ. که مو د ملګرو له لوري هر ډول فشار درباندې و، بې له کومې وېرې مو پلار خبر کړئ.