“هېڅوک په چا پسې نه مري” دا یو مشهور متل دی، او خلک یې هغه مهال په خپلو خبرو کې کاروي چې يو څوک د خپل ژوند تر ټولو نيږدې تن له لاسه ورکوي او هغه پسې خپګان کوي. دا رښتیا ده چې هېڅوک په چا پسې نه دي مړه شوي، خلک مري، خواخوږي او دوستان یې پاتې کېږي او د هغه چا له غمه نه مري چې اوس تر خاورو لاندې دي، خو دا هم باید هېره نه کړو چې په ژوند کې د یوه نیژدې تن د له لاسه ورکولو غم ډېر دروند دی.
ډېری وخت، یو څوک د خپل یوه عزیز او خپل تر مړینې وروسته ژوندی وي، خو هېڅکله هغه ډول ژوند نه شي کولای لکه د خپل خواخوږي او عزیز د ژوند پر مهال یې چې کاوه.
ژوند بېلابېل پړاوونه لري او د ژوند هر پړاو بېلابېلې بڼې لري. په ژوند کې انسانان ډېر څه ترلاسه کوي او همداسې ډېر څه له لاسه ورکوي. کېدای شي په ژوند کې ډېر څه له لاسه ورکړو او بېرته یې تر لاسه کړو، د بېلګې په توګه کېدای شي دنده له لاسه ورکړو او د وخت په تېرېدو او پر له پسې هڅو یې بېرته ترلاسه کړو. همداسې کېدای شي کور، موټر، پیسې او داسې زرګونه نور شیان له لاسه ورکړو، خو د ژوند په یوه بل پړاو کې یې ترلاسه کړو. خو د انسان له لاسه ور کول، هغه څه دی چې په یو ځل له لاسه ور کولو سره یې بیا ترلاسه کول شوني نه دي.
په ژوند کې یواځینی څیز چې موږ له لاسه ورکوو او بېرته یې نه شو ترلاسه کولای هغه انسان دی. کېدای شي یو انسان په خپل ژوند کې بل انسان په بېلابېلو لاملونو له لاسه ورکړي چې تر ټولو بد لامل یې مړینه ده.
که یو انسان د هر لامل له امله خپل هغه کس چې په ژوند کې ورته ډېر ارزښت لري او لرې والی یې ورته ګران دی، له لاسه ورکړي نو ژوند یې ستونزمن کېږي. دا منم چې هېڅوک د هېچا پسې نه مري خو که مړ نه شي د پخوا په شان ژوند هم نه شي کولای. کېدای شي د وخت په تېرېدو سره یې په ژوند کې ډېر کسان راشي، خو د عمر تر پایه به هېڅوک د هغه کس تشه ورته ډکه نه کړي. کېدای شي غم یې زوړ شي، خو هر ياد به یې د هغه زړه د غم له لومړيو ورځو نه ډېر په درد راولي.
کېدای شي په ژوند کې ډېر بوخت شي، خو يو شېبه یوازیتوب او بېکاري به یې دې ته اړباسي چې د هغه په اړه فکر وکړي. کېدای شي په ژوند کې ډېرې برياوې ترلاسه کړي، خو دا برياوې به پرته له هغه نه ورته خوندورې نه وي. او همداسې د ژوند هره پېښه او هره شېبه یوازیتوب به هغه ور يادوي او د هغه نشتون احساس به هر ځلې هغه له ژوند څخه ناهيلی کوي. هېڅوک د هېچا پسې نه مري خو بې له هغه ژوند هم ورته ستونزمن دی او پرته له هغه په سمه توګه ژوند هم نه شي کولای.
د خپلو شاوخوا خلکو درناوی او قدر وکړئ او وړاندې تر دې چې د ژوند فصل یې خزان شي، په ژوندون ور سره غوره اړیکې وپالئ، کینه او بدبینۍ مه کوئ، ځکه په ژوند باور نه شته، څوک پوهېږي چې څه وخت، چېرته او څه ډول به یو څوک له مونږ څخه جلا کېږي، او د ژوند پور پرې کوي.
یارانو یو تر بل ځاریږئ
ما د مجلس یاران لیدل چې خاوري شونه