ژباړه: مریم محمدي
د ځوان، تازه او ښکلي پوستکي درلودل یوه ډيره مهمه مسله ده، ځکه د انسان ښایست له پوستکي سره مسقیم تړاو لري.
د څيړونو پر اساس یو شمېر انسانان کله ناکله له وخت وړاندې زړیږي، چې دا د ځينو داخلي او بهرني عواملو له امله رامنځته کیږي.
دلته درته د داسې څښاکونو په اړه معلومات در کوو چې د زر زړیدو مخه نیسي:
۱- شیدې پوستکی ځوان او تازه یې ساتي
شيدې هغه څه دي چې هم ارزانه دي او هم پر ښایست سربېره، د روغتیا لپاره ګټورې دي. په شيدو کې شته مواد د پوستکي د زړښت مخه نیسي، ځوان او تازه یې ساتي. په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي.
۲- د انګور اوبه د پوستکي له زړښت سره مبارزه کوي
انګور په طبیعي توګه د هغو ناروغیو درملنه کوي، کوم چې د لمر له وړانګو د انسان پوستکي او وجود کې پیدا کیږي.
همدارنګه د انګور اوبه په طبیعي ډول پوستکی نرمه ساتي، او له وچوالي یې مخنیوی کوي، هغوی چې د وچ پوستکي نه شکایت لري، پکاره دی چې د خپل د خوړو په لیست کې انګورو ته ځای ورکړي.
انګور د مخ پوستکی له ګونځو ژغوري، په مخ کې د ځوانو دانو لپاره ښه درمل دي همدا راز د مخ په ښکلا کې اغیزه لري.
د انګورو پوستکی او دانې ډير کلونه د ښکلا محصولاتو او د زړیدو د مخنیوي لپاره کارول شوي دي. انګور د رسوراترول لرونکي دي، هغه انتي اکسیدانونه چې د زړیدو له نښو سره مبارزه کوي.
۳- د انارو اوبه د پوستکي د ګونځو ضد دي
انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.
دا څښاک د دې ترڅنګ چې د پوستکي د ګونځو پرضد مبارزه کوي، د بد کلسترول یا هماغه اېل ډي اېل کمیدو کې مرسته کوي.
۴- د رومیانو اوبه پوستکی ښکلی کوي
څیړونو ښودلې سره بانجان چې څومره ښکلي دي، په هماغه اندازه ستاسو د پوست په ښایست کې هم مرسته کوي. په مخ او یا لاسونو باندې موښل یې د پوست د ښکلا لامل ګرځي.
رومیان د لیکوپن په نوم د انتي اکسیداین زیاته کچه مواد لري. په رومیانو کې د کاروتنوییدو او ګیایي کیمیایي مواد د ازادو راډیکالونو له اثراتو سره مبارزه کوي. ازاد راډیکولونه د سلولونو د زیانو او ژر زړیدو اصلي عوامل دي.
۵- د هندواڼې اوبه پوستکي له وچوالي ساتي
د هندواڼې اوبو استعمال د بدن د اوبو د تامین ترڅنګ د پوستکي ښه محافظ هم دی. هندواڼې پوستې لپاره د غني ویټامینونو درلودونکي دي.
دا مواد بدن کې د پوستکي له وچوالي او ګونځو سره مبارزه کوي او پوستکی مو تل مرطوبه ساتي.
۶- د کیوي اوبه د پوستکي زوړوالی ځنډوي
بدن کې د ازادو راډیکالونو د زیانونو د مخنیوي لپاره په کیوي کې شته اکسیدانونه ښه رول ادا کوي.
په کیوي کې موجود ویټامین (C) د کلاژن تولید کې مرسته کوي؛ کلاژن د پروټينو یو ډول دی چې د پوستکي د غښتلیا لامل کیږي. د عمر زیاتیدو سره د کلاژن تولید کمیږي او د پوستکي ارتجاعي خاصیت هم له منځه ځي.
د کیوي عصاره د کلاژن تحریک کوونکي مواد دي چې د پوستکي د ساتنې له محصولاتو سره یوځای کیږي او د انسان زوړوالی ځنډوي.
۷- د کرم اوبه د پوستکي په روغ ساتلو کې مهم رول لري
روغتیاپوهان وایي د ګرمو اوبه له نورو ګټو سربیره د پوستکي په روغ ساتلو کې مهم رول لري.
د کرم پاڼې د ویټامین (K) مهمه سرچینه یادیږي او د هډوکو د کمزورۍ او د زړه ناروغۍ مخنیوي لپاره یوه ګټوره ماده ده.
د کرم اوبه همداشان د معدني موادو له منګنیز، مس، کلسیم، اوسپنه او مګنیزیمو او مهمو ویټامینونو لکه ویټامین بي شپږ، ویټامین بي یو، ویټامین بي دوه، ویټامین ای، فیبر او همداشان د غیر اشباع غوړو اسیدونو غني سرچینه ده.