خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د مسلمانانو مشرانو او اسلامي ډلو د اسلام دین پر وړاندي د فرانسې او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون خبري او بد چلند غندلی او د لا ډېرو لاریونونو خبر یې ورکړئ دئ.
د فرانسې ولسمشر مکرون د محمد (ص) د کارټون ملاتړ کړی او د هغه ښوونکي چي دا کارټونونه یې زده کوونکو ته ښودل، وژل یې غندلي دي.
د نوموړي ددې کړني په غبرګون کي په نړۍ کي مسلمانان د مکرون د خبرو پر وړاندي راپورته سوي او سخت غبرګونونه یې ښودلي دي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې ولسمشر لیونی بللی او ویلي یې دي، چي مکرون دماغي توازن له لاسه ورکړئ دئ.
اردوغان دا خبره په دوو ورځو کي دوه ځلي په ترکیې کي د فرانسې سفیر ته کړې ده.
د تېري جمعې ورځي راهیسي په ټولنیزو رسنیو کي د نړۍ له لویدیځ څخه تر ختیځه پوري هېوادونو کي د مکرون په اړه انتقادونه روان دي، چي په هغو کي بریتانیا، کویټ، قطر، فلسطین، مصر، الجزایر، اردن، سعودي عربستان او ترکیه شامل دي.
په اروپا کي بیا مسلمانانو د فرانسې د ډېرو برخو څخه پرېکون (بایکاټ) اعلان کړی او له اروپايي هیوادونو یې غوښتي چي د فرانسوي سامانونو او خدماتو څخه دي استفاده نه کوي.
د رواني اکټوبر میاشتي پر ۱۶ نېټه د جمعې په ورځ د سمویل فاټې په نامه یو ۴۷ کلن ښوونکی، چي په ښوونځی کي د محمد (ص) د کارټون په اړه خبري کولې، د یوه مسلمان ځوان لخوا ووژل سو.
پر هغه برید ۱۸ کلن عبدالله وکړ او د چاقو په واسطه یې سر ځني غوڅ کړ.
لدې پېښي وروسته په فرانسه کي د ښوونکو سخت غبرګونونه را وپارېدل او بلاخره یې ولسمشر مکرون د فاټې د کارټون ملاتړ وکړ.